د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر یا اوچا په خپل تازه راپور کې ویلي چې د وروستیو درنو بارانونو او سېلابونو له امله په ټول هېواد کې له ۷۳ زرو څخه ډېر خلک زیانمن شوي او یوازې د مارچ له وروستیو راهیسې په ۳۱ ولایتونو کې لږترلږه ۹۳ کسان مړه او ۱۸۱ نور ټپیان شوي دي۔

 بل لور ته د پېښو په وړاندې د مبارزې ملي اداره وائي بارانونو له وجي مختلفو پيښو کې ۱۵۷ مړه او ۲۲۹ ټپیان دي او مرګ‌ژوبلې تر څنګ په زرګونو جریبه کرنیزه ځمکه او له ۹ زرو څخه ډېر کورونه هم ویجاړ شوي دي۔

اداره زياتوي تر ټولو زیات زیانونه په ننګرهار، کونړ او لغمان ولایتونو کې ثبت شوي چې لا هم زرګونه کورنۍ په خیمو کې تر سختو شرایطو لاندې ژوند کوي او بېړنیو مرستو ته جدي اړتیا لري.