د ینګ ډاکټرز ایسوسی ایشن (ځوانو ډاکټرانو اتحادیې) د ښځینه څانګې استازې ډاکټرې ،پلوشه رحیم، د ډاکټرې ماه نور سره شوې زړه بوږنوونکې پېښه په سختو ټکو غندلې او ویلي یې دي چې دې پېښې نه یوازې د ډاکټرانو، بلکې د ټولنې، په ځانګړي ډول د قبایلي سیمو د ښځو عزم او مورال ته سخت زیان رسولی دی.
ډاکټر پلوشې وویل، چې د قبایلي سیمو ګڼې ښځې له سختو ټولنیزو خنډونو او ستونزو سره مبارزه کوي او د طب په څانګه کې د خدمت لپاره مخکې راځي، خو د دې ډول پېښو له امله د دوي راتلونکی او د نوي نسل هیلې ماتوي.
هغې زیاته کړه چې په سول روغتون کې دندې ترسره کوونکې ښځینه ډاکټرانې، زده کوونکې او هاوس افسرانې له سخت رواني فشار او ناامنۍ سره مخ دي. د هغې په وینا، ښځینه ډاکټرانې هر وخت دا وېره لري چې ښايي له دوي سره هم ورته کومه ناوړه پېښه رامنځته شي.
د نوموړې په خبره، د روغتون ادارې د امنیتي تدابیرو دعوه کوي، خو ډاکټرانې لا هم ځانونه خوندي نه احساسوي او د اغېزمن امنیت نشتوالی د اندېښنې وړ دی.
ډاکټر پلوشې د مشرانو یا تجربه کاره ډاکټرانو له چلنده هم ګیله وکړه او ویې ویل چې د کشرانو ډاکټرانو او زده کوونکو ستونزې له پامه غورځول کېږي. هغې وویل، ځوان ډاکټران د روزنې پر مهال له اوږدو کاري ساعتونو، سخت فشار او ګڼو ستونزو سره مخ وي، خو ستونزو ته یې جدي پاملرنه نه کېږي.
هغې وویل، چې د ینګ ډاکټرز ایسوسی ایشن د ډاکټرانو د حقونو او خوندیتوب لپاره غږ پورته کوي، خو په دې لړ کې ځیني ډاکټران له دندو هم ګوښه کېږي. ډاکټر پلوشې رحیم زیاته کړه، که څه هم هغه تر دې وړاندې د رسنیو مخې ته نه وه راغلې، خو د ښځو د عزت، درناوي او خوندیتوب په اړه چوپ پاتې کېدل ورته ممکن نه وو.
نوموړې وویل، چې د ډاکټرانو بنسټیز هدف د ناروغانو خدمت دی، خو اوسني حالات دوي دې ته اړ کړي دي چې د خپلو ځانونو د خوندیتوب او بقا لپاره هم مبارزه وکړي. د هغې په وینا، د ناامنۍ له امله ډاکټران نور خپلې مسلکي دندې د پخوا په څېر په ډاډ او تمرکز سره نه شي ترسره کولی.
ډاکټر پلوشې رحیم له اړوندو چارواکو درې اساسي غوښتنې هم وکړې؛ د ډاکټرې ماه نور د پېښې دې شفافه او بې طرفه پلټنه وشي، مسؤل کسان دې د قانون له مخې حساب ورکوونکي وګرځول شي، او په روغتونونو کې دې په ځانګړي ډول د ښځینه ډاکټرانو لپاره اغېزمن امنیتي تدابیر عملي شي.
هغې په پای کې غوښتنه وکړه چې د روغتون مشر (ایم ایس)، د روغتیا سکتر او نور اړوند چارواکي دې ځواب ویلو ته حاضر کړل شي او د پېښې هر اړخیزه پلټنه دې وشي، څو حقایق د ولس مخې ته راشي.

نعيم اچکزئي