د کوېټې د سوداګرۍ او صنایعو خونې (چېمبر آف کامرس) مشر ،محمد ایوب مریاني، وفاقي بجټ رد کړی او ویلي یې دي چې اوسنی بجټ د ولس په ګټه نه دی، بلکې د خلکو په ستونزو کې به د نور زیاتوالي لامل شي.

 

په کوټه کې خبري غونډې ته د وینا په مهال محمد ایوب مریاني وویل، چې که چېري بجټ په رښتیا د ولس په ګټه وی، نو په ډیوټۍ او ټیکسونو کې به اسانتیاوې ورکړل شوې وای، او په ځانګړي ډول د غریبې طبقې لپاره به داسې ګامونه پورته شوي وای چې د هغوي اقتصادي ستونزې یې کمې کړې وای.

 

​د هغه په وینا، په هېواد کې د شتمنو او بې‌ وزلو ترمنځ زیاتېدونکی توپیر په راتلونکي کې د جدي ستونزو لامل کېدی شي.

 

​محمد ایوب مریاني وویل چې د کوېټې چیمبر آف کامرس لخوا وفاقي حکومت ته له ورکړل شویو وړاندیزونو څخه یو هم د بجټ برخه نه دی ګرځول شوی.

 

هغه د تعمیراتي صنعت پورې د تړلو څانګو په اړه د حکومت په بې پامۍ اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل چې په لسګونو صنعتونه له ګمرک (کسټمز) او تعمیراتي سکټور سره تړلي دي، خو هغوي ته هیڅ ډول اسانتیا نه ده ورکړل شوې.

 

​هغه په بلوچستان کې پر روانو پرمختیایي پروژو، په ځانګړي ډول د کوېټې - کراچۍ او چمن د لویې لارې پر غیر معیاري کار هم نیوکه وکړه او ویې ویل ​چې د پرمختیایي فنډونو له ځانګړي کېدو سره سره، که کار معیاري نه وي، نو دا د صوبې پرمختګ نه بلکې یو نوی جنجال دی.

 

​د چیمبر آف کامرس مشر وویل چې سوداګر دا مهال له سختو ستونزو سره مخ دي، د هغوي ګاډي سوځول کېږي، د تښتونو پېښې کېږي او د سوداګرو ټولنه د ناامنۍ ښکار ده. په داسې حالاتو کې حکومت باید د سوداګرو او کاروباري طبقې ستونزو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

 

​نوموړي د وارداتو او صادراتو په برخه کې په ډیوټۍ او ټیکسونو کې د ۱۵ څخه تر ۲۰ سلنه پورې د اسانتيا ورکولو وړاندیز تکرار کړ او ویې ویل چې دا کار د سوداګرۍ قانوني کولو او د تجارت په وده کې مرسته کولای شي.

 

​محمد ایوب مریاني د هټیوالو لپاره د معرفي شوي ثابت ټیکس د نظام ملاتړ وکړ او ویې ویل چې سوداګر د ټیکس په دایره کې راوستل اړین دي، ځکه چې د هېواد د پرمختګ او ثبات لپاره د ټیکس ورکول ډېر لازمي دي.

 

​د صوبایي بجټ په اړه، هغه د بلوچستان له اعلا وزیر څخه غوښتنه وکړه چې د بلوچستان د مالیاتو د ادارې نظام نور هم اغېزمن او د ولس په ګټه کړي ترڅو کاروباري ټولنه له غیر ضروري ستونزو سره مخ نشي.

 

​هغه د کوټه ښار د پرمختیایي پروژو یادونه وکړه او ویې ویل چې له تېرو څو کلونو راهیسي ځنډېدلي واړه پرمختیایي کارونه دې سمدستي بشپړ کړل شي.

 

د هغه په وینا، په هر بجټ کې پر پخوانیو پروژو بیا ځلي فنډونه ځانګړي کېږي، له همدې امله اهمه ده چې لومړی د مخکې څخه روانې پروژې پای ته ورسول شي.