په پېښور کې د ښځو لپاره انصاف ته د لاسرسي، د ښځو او سړو د برابر حقونو او د ښځو پر ضد د تشدد د مخنیوي په اړه یو مهم سیمینار ترسره شو. دغه سیمینار د ‘شرکت ګاه ویمن ریسورس سنټر’ لخوا جوړ شوی و چې پکې زده‌ کوونکو، وکیلانو، پولیسو او ښځینه رضاکارو ګډون کړی و.

د سیمینار ګډونوالو د ښځو د حقونو په اړه د پوهاوي پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل چې د قانوني حقونو په اړه معلومات د ښځو د پیاوړتیا او د انصاف ترلاسه کولو لپاره اړین دي.

تفصیل د سلمان یوسفزي په دې راپور کې وګورئ.