د لکي مروت د خېروخېل پکې سيمي د جومات مخې ته ،د جون په ۱۲مه، د شوي ځانمرګي بريد پر مهال يو ځايي ځوان، اسد علي، د بريدګر د مخنيوي پر مهال وژل شوی، او د سیمي اوسېدونکي هغه د لسګونو لمونځ کوونکو د ژوند ژغورونکی بولي.
د لومړنيو راپورونو له مخې، ځانمرګي بريدګر غوښتل د جمعې د لمانځه پر مهال جومات ته ننوځي، خو اسد علي او يو شمېر نورو ځايي کسانو د هغه د مخنيوي هڅه وکړه. د سيمي خلک وايي، اسد علي له بريدګر سره مخامخ شو او جومات ته د هغه د ننوتلو لاره يې ونيوله، چې له همدې امله بريدګر د جومات له دروازې دباندې چاودنه وکړه.
په دغه پېښه کې اسد علي خپل ژوند له لاسه ورکړ، خو د ځايي سرچينو په وينا، د هغه چټک اقدام د دې لامل شو چې بريدګر د ګڼ شمېر لمونځ کوونکو ترمنځ ځان ونه چاودېد او د احتمالي مرګ ژوبلې کچه ډېره کمه شوه.
د سيمي اوسېدونکو او د خېروخېل خلکو د اسد علي مېړانه ستايلې او هغه يې د سيمي يو اتل بللی دی. د سيمي يو مشر شال نيوز ته وويل: «اسد علي خپل ژوند قربان کړ، خو جومات ته يې د بريدګر د رسېدو مخه ونيوله. که هغه دا ګام نه وای پورته کړی، مرګ ژوبله به ډېره زياته وه.»
د دوي په وينا، هغه په داسې شېبه کې د خپل ژوند پروا ونه کړه چې سلګونه کسان د جمعې لمانځه ته راټول شوي وو.
تر اوسه د بريد د مسؤليت په اړه کومې ډلې څه نه دي ويلي، خو امنيتي ادارو د پېښې پلټنې پېل کړې دي.
د خېروخېل په سيمه کې د اسد علي د قربانۍ کيسه په پراخه کچه ياديږي، او ګڼو خلکو هغه د زړورتيا، فداکارۍ او د ټولنې د ساتنې يو روښانه مثال بللی دی.

غلام اکبر مروت