د امریکا ولسمشر ،ډونالډ ټرمپ، د ایران پر چارواکو تور لګولی دی چې د امریکا او ایران ترمنځ د احتمالي هوکړې په اړه یې رسنیو ته داسې معلومات ورکړي دي چې د نوموړي په وینا له اصلي مذاکراتو او لیکل شویو شرطونو سره هېڅ تړاو نه لري، په داسې حال کې چې تهران ټینګار کوي چې تر اوسه هېڅ وروستۍ موافقه نه ده شوې.
ټرمپ په خپل تازه بیان کې ویلي دي، چې هغه څه چې د ایران له لوري د یوې احتمالي هوکړې په اړه رسنیو ته ویل شوي، د دواړو هېوادونو ترمنځ له موافقه شویو شرطونو سره هېڅ تړاو نه لري. نوموړي ویلي دي، چې د ایران لخوا دا ادعا چې ګواکې هوکړه شوې، له حقیقت څخه لرې ده.

د امریکا ولسمشر زیاته کړې چې د ایران له چارواکو سره په «ښې نیت» معامله کول ستونزمن دي او د هغه په وینا تهران د خبرو اترو پر مهال رښتینولي نه ښيي.
ټرمپ همداراز ادعا کړې ده چې د هرمز تنګي څخه د وتونکو هندي بېړیو پر ضد د ایران له لوري د بې پیلوټه الوتکو یو برید شوی، چې نوموړي هغه «په بشپړه توګه د نه منلو وړ» بللی دی. هغه خبرداری ورکړی دی چې ایران باید زر تر زره خپل دریځ بدل کړي.
د ټرمپ څرګندونې داسې مهال مخې ته راغلې دي چې په وروستیو ورځو کې د امریکا او ایران ترمنځ د یوې احتمالي هوکړې په اړه راپورونه خپاره شوي او ځینو رسنیو د دواړو هېوادونو ترمنځ د پرمختګونو خبر ورکړی و.
خو د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي دغه راپورونه رد کړي او ویلي یې دي چې تر اوسه هېڅ وروستۍ موافقه نه ده شوې.
عراقچي ویلي: «د یوې ممکنه هوکړې په اړه خپاره شوي راپورونه یوازې اټکلونه دي، ځکه چې هېڅ څه لا وروستي شوي نه دي. موږ تر اوسه وروستۍ هوکړې ته نه یو رسېدلي.»
د ایران د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې چې خبرې اترې لا هم روانې دي او د دواړو لورو ترمنځ پر یو شمېر مهمو موضوعاتو اختلافات موجود دي.
د سیاسي چارو شنونکي وایي، د واشنګټن او تهران وروستۍ څرګندونې ښيي چې که څه هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د خبرو اترو دروازې لا هم پرانیستې دي، خو د یوې رسمي او نهايي هوکړې تر اعلان پورې مهم اختلافات لا نه دي حل شوي.
د امریکا او ایران ترمنځ د احتمالي هوکړې په اړه وروستي متضاد دریځونه په داسې وخت کې څرګندېږي چې د منځني ختیځ امنیتي وضعیت، د هرمز تنګي راتلونکی او د ایران اټومي پروګرام لا هم د نړیوالو اندېښنو مهم موضوعات ګڼل کېږي.

شال نیوز