اسلام اباد کې د امریکا او ایران تر منځ د روانو خبرو په اړه پہ ایران کی د پاکستان پخواني سفیر آصف دراني، شال نیوز ته ویلي چې دا خبرې یوازې د عامه افکارو د ارامولو لپاره نه دي، بلکې دواړه لوري پکې جدي ښکاري.
نوموړي وویل، اوسنی نړیوال وضعیت د اقتصاد او امنیت له پلوه له سخت فشار سره مخ دی او همدا لامل دی چې واشنګټن او تهران دواړه د خبرو له لارې د حل لارې موندلو ته اړتیا لري.
سفیر دراني زیاته کړه چې د دواړو خواوو غوښتنې “عملاً د منلو وړ” دي، او که چیري دواړه لوري په رښتیني توګه خبرو ته ژمن پاتې شي، نو یوې موافقې ته رسېدل ممکن دي.
هغه دا هم وویل چې د خبرو بریالیتوب به تر ډېره د سیاسي ارادې او انعطاف پورې تړلی وي.
د بشپړه تفيصل اورېدو لپاره د شال نيوز په پاڼه د ښاغلي اصف دراني سره دا مرکه واورئ.

شال نیوز