د خیبر ضلعې د باړې سیاسي او مدني فعالانو ویلي چې حکومت د تیرا میدان بې ځایه شويو کډوالو ستونزې له پامه غورځولې دي او زیات شمېر کورنۍ د رجسټرېشن باوجود هم د معاوضو د دویمې مرحلې نه محرومه پاتې دي. دوی وایي چې د مرستو د ځنډ له امله کډوال له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ شوي دي

 

فعالان وایي چې د تیرا میدان خلک له اوږدې مودې راهیسې له خپلو کورونو او سیمو بې ځایه دي او زیاتره کورنۍ اوس هم د باړې، جمرود او پېښور په شاوخوا سیمو کې د کرایې په کورونو یا د خپلو خپلوانو سره ژوند کوي. د دوی په وینا، حکومت باید د دغو خلکو د ستونزو د حل لپاره بیړني ګامونه پورته کړي او د معاوضو ورکولو بهیر ۔دې ژر بشپړ کړي.

 

د باړې یو شمېر مدني فعالان وایي چې د تیرا میدان زیاتره اوسېدونکي د جګړو او عملیاتو له امله بې ځایه شوي او د کلونو راهیسې یې خپل کاروبارونه، کرنیزې ځمکې او کورونه له لاسه ورکړي دي. د دوی په وینا، د کډوالو اوږده بې ځایه کېدل د خلکو اقتصادي او ټولنیز ژوند سخت اغېزمن کړی او ګڼ شمېر کورنۍ د بېکارۍ او غربت سره مخ دي.

 

مدني فعالان همدارنګه غوښتنه کوي چې پوځ دې په تیرا میدان کې روان عملیات ژر تر ژره بشپړ کړي، سیمه دې په بشپړه توګه له وسلوالو پاکه کړي او کډوالو ته دې د خپلو کورونو ته د خوندي ستنېدو نیټه اعلان کړي. د دوی په وینا، تر څو چې د سیمې امنیت نه وي ټینګ شوی، خلک به هم د بیرته ستنېدو په اړه ډاډه نه وي.

 

بل لور ته په خیبر پښتونخوا کې د قدرتي آفتونو د نظم صوبايي ادارې د خیبر ضلعې مشر عبدالغني وایي چې د معاوضو د ځنډ اصلي لامل د کډوالو د معلوماتو د بیا تصدیق یا ری ویریفیکیشن بهیر دی. نوموړي شال نیوز ته ویلي چې د لومړني رجسټرېشن پر مهال ځینو غیر مستحق کسانو هم خپل نومونه د کډوالو په فهرست کې شامل کړي وو، چې له امله یې حکومت اړ شو د ټولو ثبت شويو کسانو معلومات یو ځل بیا وڅېړي.

 

هغه زیاته کړه چې د معلوماتو د تصدیق دغه بهیر اوس وروستیو پړاوونو ته رسېدلی او ډېر ژر به ټولو مستحقو کډوالو ته مالي مرسته د موبایل سیمونو له لارې ولېږدول شي. د هغه په وینا، حکومت هڅه کوي چې مرستې یوازې مستحقو کورنیو ته ورسېږي.

 

تر اوسه پوځ په تیرا میدان کې د وسلوالو پرضد د عملیاتو د بشپړېدو او د کډوالو د بیرته ستنېدو د رسمي مهالویش په اړه څه نه دي ویلي. خو پوځ په تېرو بیانونو کې ویلي چې په دې سیمه کې عملیات ځکه ترسره کېږي چې تیرا میدان په بشپړه توګه له وسلوالو پاک شي او بیا خلک وکولای شي خپلو کورونو ته ستانه شي.

 

تیرا میدان د خیبر ضلعې یوه پراخه او غرنۍ سیمه ده چې د خیبر، اورکزو او کورمې ضلعو ترمنځ پرته ده او د افغانستان سرحد ته نږدې موقعیت لري. دغه سیمه د کلونو راهیسې د بېلابېلو وسله والو ډلو د فعالیتونو مرکز پاتې شوې ده.

 

په تېرو شاوخوا دوو لسیزو کې پوځ څو ځله په تیرا میدان کې د وسله والو پرضد پوځي عملیات ترسره کړي دي. د دغو عملیاتو له امله زرګونه کورنۍ له خپلو کورونو بې ځایه شوې او د خیبر ضلعې د باړې، جمرود او پېښور په ګډون نورو سیمو ته کډه شوې دي.

 

په ۲۰۱۴ کال کې د وسله والو پرضد د پراخو عملیاتو پر مهال هم د تیرا میدان ګڼ شمېر اوسېدونکي بې ځایه شوي وو. وروسته حکومت په پړاوونو کې د خلکو د بېرته ستنېدو پروګرام پیل کړ، خو د امنیتي ستونزو او د ځینو سیمو د ناامنه کېدو له امله د خلکو ستنېدل بشپړ نه شول.

 

په وروستیو میاشتو کې بیا د تیرا میدان په ځینو برخو کې د امنیتي عملیاتو له امله د خلکو د بیا بې ځایه کېدو راپورونه ورکړل شوي دي. ځايي خلک وایي چې د جګړو له امله دوی خپل کورونه، باغونه او مالونه پرېښودل او اوس له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

 

د سیمې اوسېدونکي او مدني فعالان وایي چې حکومت باید د امنیت تر ټینګښت وروسته د تیرا میدان د بیا ابادۍ لپاره ځانګړی پلان جوړ کړي، د زیانمنو خلکو تاوانونه ورکړي او د کډوالو د باعزته ستنېدو لپاره لازم اقدامات وکړي