د شمالي وزیرستان د عیدک سیمي اوسېدونکو د شخصي سکول د استاد ،فدا اختر، د وژنې او په سیمه کې د موبايل او انټرنېټي خدمتونو د بندېدو پر ضد احتجاج پېل کړی او د بنو ـ میرام شاه لويه لاره یې د هر ډول تګ راتګ لپاره تړلې ده.
د سرچینو په خبره، تر دې وړاندې د عیدک په چینه روب سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر یوه مورچه د ناڅرګنده کسانو له لوري ډزې شوې وې، او وروسته د سیمي خلکو ادعا وکړه چې فدا اختر د متقابلې ډزو له امله په سر ولګېدو او ژوند یې له لاسه ورکړ. د دې ادعاوو په اړه د امنیتي ادارو رسمي دریځ تر اوسه مخې ته نه دی راغلی.
احتجاج کوونکي وایي چې د فدا اختر د وژنې د پېښې رڼې پلټنې، د مسؤلینو پر ضد قانوني اقدام او په سیمه کې د مخابراتي او انټرنېټي خدمتونو بېرته بحالول د دوي اساسي غوښتنې دي.
د عیدک امن رضاکارو تنظیم، د عیدک قامي مشر ،امیر ګل بارک، او د تنظیم مرستیال ،امیر مفتي شفیع الله، ویلي، چې تر هغو به احتجاج ته دوام ورکوي څو یې غوښتنې ونه منل شي.
قبایلي مشرانو خبرداری ورکړی دی چې که چارواکو د دوي غوښتنو ته مثبت ځواب ور نه کړ، نو د عیدک په سیمه کې به د بنو ـ میرام شاه لويه لاره د خالي او اتوار په ورځو کې هم د هر ډول ټرافیک لپاره تړلې پاتې شي.
تر اوسه ضلعي انتظامیې او امنیتي ادارو د احتجاج او د مظاهره کوونکو د غوښتنو په اړه کوم رسمي بیان نه دی خپور کړی.

صفدر داوړ