د شمالي وزیرستان د میرعلي په عیدک سیمه کې د ډزو په یوه پېښه کې نامتو قبایلي مشر ملک جمعه خان لمسی او د شخصي سکول استاد ،فدا اختر، وژل شوی دی.

 

ځايي سرچیني وایي، چې دا پېښه ،د جون په ۱۰مه، هغه مهال رامنځته شوه، چې ناڅرګنده کسانو د عیدک کلي د چینا روب پر څوکه د امنیتي ځواکونو پر مورچه ډزې وکړې او وروسته د عیدک پلاسین سړک پر لور د امنیتي ځواکونو په جوابي ډزو کې فدا اختر د سکول نه کور ته د تللو په مهال پر سر په مرمۍ ولګېد.

 

د عیدک امن رضاکارو تنظیم، د عیدک قبیلي امیر ګل بارک او د مرستیال امیر مفتي شفیع الله د پېښې غندنه کړې او ویلي یې دي چې تر هغو به د میرعلي ـ میرانشاه لویه لاره د ټرافیک پر مخ تړلې وي، څو د وژل شوي فدا اختر کورنۍ ته انصاف نه وي ورکړل شوی.

 

دوي ویلي چې د جمعې له ورځې به احتجاج پېلوي او که د پېښې په اړه جدي او عملي ګامونه وانخیستل شي، نو د شنبې او یکشنبې په ورځو کې به هم د شمالي وزیرستان لویه لاره تړلې وساتي.

 

تر اوسه د پېښې په اړه د امنیتي ځواکونو یا ضلعي انتظامیې له لوري کوم رسمي دریځ نه دی خپور شوی.