د جماعت اسلامي د کوز سویلي وزیرستان امیر ،اسدالله بحیر، د واڼا د ځوان فوټبالر ،سبیل نور وزیر، د خوشي کېدو لپاره د فوټبالرانو او نورو لوبغاړو له خوا جوړ شوي احتجاجي مظاهرې ته وینا کړې او د هغه د سمدستي راخوشې کېدو غوښتنه یې کړې ده.
اسدالله بحیر وویل، چې د سیمي امنیتي وضعیت له وړاندې د اندېښنې وړ دی، خو دا لا د اندېښنې وړ ده چې اوس لوبغاړي او ځوانان هم ځان خوندي نه احساسوي. نوموړي وویل، د دې ستونزو د حل لپاره قامي یووالی او اغېزمنه سیاسي مبارزه اړینه ده.
هغه له حکومت څخه وغوښتل چې سبیل نور وزیر دې زر تر زره راخوشی کړي، د پېښې دې شفافې پلټنې وشي او مسؤل کسان دې د قانون منګولو ته وسپارل شي.
په احتجاج کو نورو ویناوالو وویل چې د سبیل نور وزیر تښتونې په سیمه کې اندېښنې زیاتې کړې دي او ځايي لوبغاړي د هغه د خوندي ستنېدو غوښتنه کوي.

ظفر وزير