د سویلي وزیرستان په مرکز واڼا کې د وزیر فوټبال کلب یو مخکښ لوبغاړی ،سبیل نور، د جون په ۹مه، د ناڅرګنده وسلوالو له خوا تښتول شوی دی.

 

د ځايي سرچینو او د لوبو د ټولنې د غړو په وینا، سبیل نور د ډوګ لوبغالي څخه د فوټبال تر سیالۍ وروسته خپل کور ته پر لاره و چې وسلوالو له ځان سره ناڅرګند ځای ته بوتلو.

 

د سیمي د لوبو فعالانو او لوبغاړو د دې پېښې غندنه کړې او له حکومتي ادارو یې غوښتي چې سبیل نور زر تر زره راخوشی او خوندي خپلې کورنۍ ته وسپاري.

 

د لوبو د ټولنې غړي وایي، په سیمه کې د ناامنۍ او روانو اندېښنو ترمنځ لوبې د ځوانانو لپاره د هیلې او خوښۍ یوازینۍ وسیله ده، او د یوه لوبغاړي تښتول د اندېښنې وړ دی.

 

هغوي زیاته کړې چې سبیل نور یو سوله خوښوونکی ځوان دی او له تښتوونکو یې غوښتنه کړې ده چې هغه بې له ځنډه خوشی کړي.

 

د سیمي مشرانو، مدني فعالانو او د لوبو ټولنې له غړو هم غوښتنه شوې چې د نوموړي د خوشې کېدو لپاره خپل رول ولوبوي.