د کوز سویلي وزیرستان په واڼا کې د توجي خېل قبیلي مشرانو او ولسي خلکو د ملک جمیل سره د بشپړې همغږۍ او ملاتړ اعلان کړی دی او د سیمي د ساتنې لپاره یې د لښکر د جوړولو پرېکړه کړې ده.
د ځايي سرچینو په وینا، د دې پرېکړې په تړاو د واڼا په بېلابېلو جوماتونو کې اعلانونه پېل شوي دي. په اعلانونو کې د توجي خېلو له ټولو وګړو غوښتنه شوې ده چې سمدستي ټاکلي ځای ته ورسېږي او د ګډو پرېکړو او راتلونکو ګامونو برخه شي.
سرچیني وایي چې د ملک جمیل سره د یووالي د څرګندولو لپاره به د توجي خېلو لخوا د شاوخوا ۶۰۰ کسانو لښکر د چمتو کولو عملي چارې پېل شي. همداراز د سیمي او د خلکو د ساتنې په اړه د مهمو پرېکړو کولو خبر هم ورکړل شوی دی.
په جوماتونو کې د شویو اعلانونو لمخې، د توجي خېل قبیلي ټول غړي، که د هرې ډلې، فکر یا سیمي سره تړاو لري، باید د ګډې پرېکړې ملاتړ وکړي، زر تر زر واڼا ته ورسېږي او د قبیلي او سیمي د ساتنې لپاره خپل رول ترسره کړي.
په اعلانونو کې ویل شوي دي چې د نن ورځې پر پرېکړو باید بېړنی عمل وشي، او که څوک د قبیلي له پرېکړو سرغړونه وکړي، نو د قبایلي دود او دستور له مخې به پرې جرمانه لګول کېږي.
د سرچینو لمخې د توجي خېلو خلکو د پریشه او شهید موړ په سیمو کې ناکې لګولې دي او د سیمي امنیت یې په خپل لاس کې اخیستی دی. سرچیني زیاتوي چې د توجي خېلو وسلوال لښکر به په راتلونکي ورځو کې سیمه په خپله ولکه کې واخلي.
د یادو پرمختګونو په اړه تر اوسه د حکومتي او امنیتي چارواکو له خوا کوم رسمي دریځ نه دی خپور شوی.

ظفر وزير