د کوز سویلي وزيرستان د واڼا ښار تاڼې په حدودو کې د کريکوټ په سيمه کې د توجې خېل قبيلې پر مشر ملک جميل د وسلوالو لخوا د بريد راپورونه ترلاسه شوي دي.

 

د ځايي او حکومتي سرچينو په وينا، ملک جميل د بريد پر مهال ځوابي ډزې کړې دي، چې له امله يې بريد کوونکي له سيمي په شا شوي دي. سرچيني وايي چې د پېښې پر مهال د وسلوالو يو موټرسايکل او ځيني وسلې هم په ځای پاتې شوې دي.

 

د راپورونو له مخې، له بريد وروسته د دواړو خواوو ترمنځ د ډزو تبادله شوې او په سيمه کې د وقفې وقفې سره د ډزو غږونه اورېدل شوي دي، او کواډکاپټرې هم په فضا کې ګرځي. تر دې دمه د کومې مرګ ژوبلې رسمي راپور نه دی ورکړل شوی.

 

حکومتي سرچيني وايي چې د پېښې پلټنې روانې دي او د امنيتي وضعيت د کنټرول لپاره اړوندې ادارې هڅې کوي.

 

ځايي سرچيني زياتوي چې د توجې خېل قبیلي خلکو د چیغي په شکل کې د ملک جميل ملاتړ کړی او د پېښې وروسته د سيمي ګڼ اوسېدونکي د هغه په ملاتړ راټول شوي دي.

 

د خبر تر ليکلو پورې په کريکوټ او شاوخوا سيمو کې تاوتريخوالی او اندېښنه پر خپل ځای پاتې ده، خو چارواکو د وضعيت د څارنې او د نورو جزئياتو د راټولولو خبره کړې ده.

 

د یادونې وړ ده چې د روانې میاشتې په ۵مه نېټه د ناڅرګنده وسلوالو په برید کې د ملګ جمیل دوه زامن وژلی شو وو او د دې نه مخکې تېر کال هم د ملک جمیل یو زوې د ناڅرګنده وسلوالو لخوا وژل شوی و.