د خېبر ضلعې د لنډي کوتل په سلطان خېل سیمه کې یو ځايي خبریال ،صایم خان اپریدی، د ډزو له یوې پېښې روغ وتلی دی.
د کورنۍ د سرچینو په وینا، صایم خان اپرېدی د سلطان خېل بازار ته نږدې د خپل ماما له کوره خپل کور ته روان و، چې په لاره کې یې په بوټو کې پټ مشکوک وسلوال ولیدل.
سرچیني وایي، صایم خان اپرېدي د احتمالي خطر له امله د ځان د دفاع په موخه ډزې وکړې، چې وروسته ناڅرګنده کسانو هم پرې ځوابي ډزې وکړې. د معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې نوموړي ته کوم زیان نه دی رسېدلی او له برید څخه روغ وتلی دی.
ویل کېږي، له پېښې وروسته صایم خان اپرېدی بېرته د خپل ماما کور ته ستون شوی، خو هلته بې هوښه شوی و. وروسته یې خپلوانو د درملنې لپاره د لنډي کوتل روغتون ته ولېږدول.
د لنډي کوتل د پولیسو د تاڼې مشر (اېس اېچ او) عشرت علي ویلي دي، چې صایم خان اپرېدي ته طبي مرسته ورکول کېږي، روغتیايي حالت یې د ډاډ وړ دی او تمه ده چې زر بېرته هوش ته راشي.
د یادونې وړ ده چې شاوخوا دوه کاله وړاندې د لنډي کوتل یو بل ځايي خبریال، خلیل جبران، هم په همدې سیمه کې د وسلوالو په برید کې وژل شوی و، چې له امله یې د خبریالانو د امنیت په اړه اندېښنې زیاتې شوې وې.
د لنډي کوتل د سلطان خېلو سیمي امنیتي وضیعت په اړه ځایي خلکو وخت په وخت اندېښنې څرګندې کړې دي. د دې نه وړاندې ،د جون په ۵مه، په همدې سیمه کې په یو برید کې دوه کسان وژلی شوي وو چې له امله یې په دغه ورځ او د جون په ۷مه د سلطان خېلو ولس احتجاج کړی.

ابراهیم شینواری