د خېبر ضلعې د لنډي کوتل تحصيل سلطان خېلو سيمي اوسېدونکو د هدفي وژنو پر ضد يو ځل بيا د احتجاج په توګه د تورخم لويه لار وتړله او د حکومتي ادارو او زخاخېلو مشرانو له لوري د امنيتي وضعيت د خرابېدو د ستونزي پر سم نه حل کولو يې ناخوښي څرګنده کړه.
په احتجاج کې ځیني ګډونوالو وویل، چې د سلطان خېلو ډېر ځوانان (کشران) له دې امله ناراضه وو، چې مشران يې د هدفي وژنو د مخنيوي او د پېښو د عاملينو د نيولو په اړه له حکومتي چارواکو سره د خبرو پر مهال دوي په اعتماد کې نه وو اخيستي.
د ځایي سرچینو لمخې، د جون په ۵مه، ناڅرګنده وسلوالو سلطان خېلو په سيمه کې دوه ځايي اوسېدونکي وژلي وو، په داسې حال کې چې په تېرو دوو مياشتو کې په همدې سيمه کې دوه پوليس سرتېري هم په هدفي بريدونو کې وژل شوي دي.
احتجاج کوونکو د څه باندې يو نيم ساعت لپاره د پېښور ـ تورخم لويه لار تړلې وه، چې له امله يې د تورخم له لارې د افغان کډوالو بېرته ستنېدنه هم په موقتي ډول ځنډېدلي وه، خو وروسته لار بېرته د تګ راتګ لپاره پرانيستل شوه.
د احتجاج يو مخکښ مشر مراد حسين رسنيو ته ويلي، چې د خبرو اترو لپاره يوه جرګه يا مذاکراتي کمېټه جوړه شوې، چې پکې د سلطان خېلو يو شمېر ځوانان هم شامل دي.
د نوموړي په وينا، کمېټه به له حکومتي چارواکو سره د لنډي کوتل په ټوله سيمه کې د تلپاتې امن د ټينګښت او د پېښور ـ تورخم لويې لارې د شپې مهال د وسلوالو له ګزمو او ناڅاپي پلټنو څخه د خوندي کولو په اړه خبرې وکړي.
کمېټۍ له ځايي ادارې غوښتنه کړې، چې يا دې پر لويه لار د موټرسايکل دوو کسانو سپرېدل په بشپړ ډول بند کړي، او يا دې يوازې هغو کسانو ته اجازه ورکړل شي چې د ټرافيک پوليسو او امنيتي ادارو سره ثبت شوي وي.
احتجاج کوونکو همداراز پرېکړه کړې ده، چې د پوليو واکسين د بایکاټ لړۍ به پای ته ورسوي، او ټاکل شوې ده چې د دولتي او شخصي سکولونو تعليمي بهير هم د دوشنبې له ورځې بېرته پېل شي.
بلخوا ځايي سرچيني وايي، چې د حکومت او زخاخېل قبیلي ترمنځ د امن کمېټۍ يا قامي لښکر د جوړېدو پر موضوع اختلافات هم موجود دي، ځکه ځيني کړۍ غواړي د سلطان خېلو په ځانګړي ډول د مزرينې درې په سيمه کې د پټو وسلوالو پر ضد ګډ اقدام وشي. ويل کېږي، چې دغه سيمه په وروستيو کې د پاکستاني طالبانو اړوندو وسلوالو لپاره د پټنځای بڼه خپله کړې ده.
سرچيني دا هم وايي، چې يو شمېر احتجاج کوونکو د غوات سر په غونډۍ کې د امنيتي کمرېو د لګولو په اړه اندېښنې ښودلې دي، ځکه د دوي په خبره، د سيمي اوسېدونکي به تر دوامدارې څارنې لاندې راشي.
بل لور ته قامي مشرانو د هغو کسانو له کورنيو سره د ليدنې نيت هم څرګند کړی، چې د وسلوالو ډلو سره د نږدې اړيکو شک پرې کېږي، څو هغوي وهڅوي چې د هدفي بريدونو او نورو ورانکارو فعاليتونو مخه ونيسي.
تر دې مهاله د حکومتي چارواکو او نوې جوړې شوې کمېټۍ ترمنځ د رسمي خبرو نېټه نه ده اعلان شوې.

ابراهیم شینواری