د نړۍ تر ټولو لوړ پولو میدان شندور کې د پولو درې ورځنۍ مېله په رنګینو مراسمو سره پېل شوې ده. د خېبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کونډي د مېلې پرانیسته وکړه. په دې مېله کې د چترال او ګلګت بلتستان د پولو لوبډلې سیالۍ کوي او زرګونه کورني او بهرني سیلانیان پکې ګډون کوي. شندور پولو فېسټیول د پاکستان له مشهورو کلتوري او ورزشي مېلو څخه ګڼل کېږي او هر کال د سېلګرۍ، کلتور او دودیزې ازادې پولو لوبې د ودې سبب ګرځي. شندور د نړۍ تر ټولو لوړ پولو میدان بلل کېږي او د ۲۰۲۶م کال مېله د جون له ۱۱مې تر ۱۳مې نېټې ترسره کېږي.
تفصیل د سلمان یوسفزي په دې راپور کې وګورئ.

سلمان یوسفزی