د افغانستان او امریکا د ګډې سوداګرۍ خونې (ای ای سي سي) رئیس ،جفري ګرېکو، د افغانستان د صنايعو او کانونو خونې له عمومي رئیس ،الحاج احمد نبي زاده، سره په کابل کې وکتل او د خصوصي سکتور د پیاوړتیا، پانګونې د جلب او اقتصادي همکاریو د پراختیا په اړه یې خبرې وکړې.
په دې لیدنه کې د افغانستان د صنايعو او کانونو خونې د کانونو مرستیال عبدالوهاب خوګیاڼي، د عامل پلاوي رئیس محمد اسماعیل خان او د خونې مشاور عبدالکریم ملکیار هم حضور درلودل.
د افغانستان د صنايعو او کانونو خونې عمومي رئیس د هېواد د پانګونې فرصتونو، په ځانګړي ډول د کانونو او صنعتي سکتور، د ظرفیتونو په اړه معلومات ورکړل او د خصوصي سکتور پر وړاندې یې د شته خنډونو د لرې کولو او د نړیوالو مالي بنسټونو له لارې د بانکي اسانتیاوو د رامنځته کېدو غوښتنه وکړه.
جفري ګرېکو وویل چې د افغانستان او امریکا ګډه سوداګریزه خونه له نړیوالو شریکانو سره په اړیکه کې ده او هڅه کوي امریکایي شرکتونه د افغانستان د کانونو سکتور کې پانګونې ته وهڅوي.
هغه زیاته کړه چې د افغان سوداګرو لپاره د نړیوالو سوداګریزو فورمونو او اقتصادي غونډو کې د ګډون زمینه برابرول هم د دوي له لومړیتوبونو څخه دي. نوموړي د بانکي محدودیتونو کمول او د مالي خدماتو د لاسرسي پراختیا د اقتصادي ودې لپاره مهم عوامل وبلل.
په پای کې دواړو لورو د خصوصي سکتور د ملاتړ، د پانګونې د فرصتونو د زیاتېدو او د اقتصادي همکاریو د پراخېدو پر اهمیت ټینګار وکړ.

شال نیوز