د افغانستان د ملي پراختیا شرکت ویلي دي چې د سرپل ولایت کې یې د سکرو د سوداګرۍ او پانګونې لپاره اسانتیاوې زیاتې کړې دي، څو سوداګر او صنعتکاران وکولی شي په اسانه توګه خپلې سوداګریزې چارې پر مخ یوسي.

 

د باختر دولتي خبري اژانس د راپور له مخې، د ملي پراختیا شرکت ویاند نبي ارغندیوال ویلي دي چې د کانونو او انرژۍ د برخې د ملاتړ پروګرامونو په چوکاټ کې سوداګرو او صنعتکارانو ته بلنه ورکول شوې ده چې په سرپل کې له شته فرصتونو ګټه واخلي.

 

هغه ویلي، چې د سرپل سکاره د ارزانه او باوري انرژۍ یوه مهمه سرچینه ده او کولی شي په کورنیو او سیمه ییزو بازارونو کې د سوداګریزو او صنعتي فعالیتونو په پراختیا او ګټې زیاتولو کې مهم رول ولوبوي.

 

د نوموړي په وینا، د کارونو د چټکتیا او د غیر ضروري ځنډ د مخنیوي لپاره د سکرو د سپارلو او بارولو په ټولو پړاوونو کې نوې اسانتیاوې برابرې شوې دي.

 

د ملي پراختیا شرکت ویلي دي چې دغه ګامونه د اداري خنډونو د کمولو، د سکرو د لېږد بهیر د اسانه کولو او د هېواد د اقتصادي فعالیتونو د ملاتړ لپاره پورته شوي دي.