د افغانستان د کانونو او پټروليم وزارت وايي، د دغه وزارت د پاليسۍ او پروګرامونو مرستيال ،شيخ عبدالرحمن قانت، او د ټولګټو وزارت د رېل پټلۍ مرستيال ،مولوي محمد اسحاق صاحبزاده، ايران ته د سفر پر مهال له ايراني چارواکو سره په ګډه غونډه کې ګډون کړی دی.
د وزارت د معلوماتو له مخې، په غونډه کې د ۶۵۷ کيلومتره اوږدې هرات - مزارشريف رېل پټلۍ د جوړولو، د پروژې د تخنيکي ځانګړتياوو، د عملي کار د پېل، مالي سرچينو او د پروژې په پلي کېدو کې د افغان او ايراني شرکتونو د ګډون پر لارو چارو خبرې شوې دي.
د وزارت لمخې، ايراني چارواکو هم په افغانستان کې د رېل پټلۍ د نظام د پراختيا، د کانونو د معياري لابراتوارونو د جوړولو، د معدني زېرمو د سروې او استخراج او د کانونو د پروسس د فابريکو د جوړولو په برخو کې د تخنيکي همکارۍ چمتووالی ښودلی دی.
په غونډه کې د کانونو وزارت د کارکوونکو لپاره د مسلکي روزنيزو پروګرامونو پر جوړولو او د افغانستان د معدنياتو د لېږد او صادراتو لپاره د اسانتياوو پر زياتولو هم خبرې شوې دي.
چارواکي وايي، د دغو پروژو له عملي کېدو سره به د سيمي ترمنځ سوداګريزې او ترانزيټي اړيکې پياوړې شي او د افغانستان اقتصادي بنسټونو ته به وده ورکړي.

شال نیوز