د افغانستان په هرات ولایت کې د حجاب د مقرراتو د پلي کولو لپاره د طالبانو د وروستیو اقداماتو پر ضد لسګونو کسانو احتجاج کړی دی، چې د عیني شاهدانو په وینا د امنیتي ځواکونو له لوري د احتجاج د خورولو پر مهال ډزې شوې دي او مرګ ژوبله هم اوښتې ده.

 

د راپورونو له مخې، احتجاج ،د جون په ۹مه، د هرات ښار د جبراییل په سیمه کې وروسته له هغې پېل شو چې د ‘امر بالمعروف او نهی عن المنکر’ ادارې له لوري د ښځو د نیولو او پوښتنو راپورونه خپاره شول. ځايي اوسېدونکي وایي، په نښه شویو ښځو کې داسې کسانې هم شاملې وې چې بشپړ حجاب یې مراعت کړی و.

 

عیني شاهدان ادعا کوي چې د احتجاج د خورولو لپاره امنیتي ځواکونو ډزې وکړې، چې له امله یې لږ تر لږه یو کس وژل شوی او څو نور ټپیان شوي دي. همدارنګه د یو شمېر کسانو د نیولو راپورونه هم ورکړل شوي دي.

 

د هرات د پولیسو ویاند ویلي دي چې امنیتي ځواکونو د عامه نظم د ساتلو لپاره مداخله کړې، خو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر مسؤلینو د ښځو د نیولو ادعاوې رد کړې او ویلي یې دي چې د دوي کارکوونکي یوازې د حجاب په اړه لارښوونې کوي.

 

بلخوا د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) په هرات کې د ښځو او نجونو د نیولو د راپورونو په اړه اندېښنه ښودلې او له طالبانو یې غوښتي چې د ښځو د تګ راتګ او بنسټیزو حقونو درناوی وکړي.

 

تر اوسه د مرګ ژوبلې او نیونو د شمېر په اړه خپلواکې سرچیني نه دي توانېدلې چې ټول جزییات تایید کړي.