د افغانستان د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ په دنګرلیګد سیمه کې د یوې زړې مرمۍ د چاودنې له امله لږ تر لږه اووه کسان وژلی شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.
د پکتیکا امنیتي قوماندانۍ په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي دي، چې دا پېښه ،د جون په ۷مه، هغه مهال رامنځته شوه چې د زړو وسپنو یو پلورونکي د ناچاودې مرمۍ د پرې کولو هڅه کوله. د چارواکو په وینا، مرمۍ ناڅاپه وچاودېده چې له امله یې ۱۱ کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.
ځايي چارواکو له خلکو غوښتي، چې له ناچاودو مهماتو او نورو مشکوکو چاودېدونکو توکو څخه لیرې پاتې شي او د ورته شیانو د موندلو په صورت کې سمدستي اړوندو ادارو ته خبر ورکړي.
افغانستان لا هم د څو لسیزو جګړو له امله د ناچاودو مهماتو له جدي ګواښ سره مخ دی. د بشري مرستو او ماین پاکۍ ادارې په وار وار خبرداری ورکوي چې ناچاوده مرمۍ، ماینونه او نور چاودېدونکي توکي هر کال د ملکي وګړو، په ځانګړي ډول ماشومانو، د مرګ او ټپي کېدو لامل ګرځي.

شال نیوز