د افغانستان د پنجشېر ولایت سیمه ییز چارواکي وایي، چې د دغه ولایت له کانونو څخه ۱۱ زره او ۸۴۲ قیراطه زمرد د یوې رسمي داوطلبۍ له لارې په ۴ میلیونه، ۷۷۰ زره او ۳۶۰ افغانیو وپلورل شول.
د پنجشېر ولایت مقام ویاند، سیفالدین لټون، د جون په ۹مه، وویل چې د زمردو دغه اندازه د ولایت د کانونو او پټرولیم ریاست له لوري په یوه ازاده داوطلبۍ کې ملي سوداګرو ته وپلورل شوه.
د چارواکو په وینا، د زمردو د پلور دا لړۍ د کانونو د شفاف مدیریت او قانوني استخراج د بهیر یوه برخه ده چې موخه یې د طبیعي سرچینو منظمې ګټې اخیستنې ته زمینه برابرول دي.
په همدې حال کې، د پنجشېر د رسنیو دفتر یوه ورځ وړاندې اعلان کړی و چې د ۱۴۰۵ لمریز کال له پېل راهیسي د دغه ولایت له کانونو څخه ټولټال ۱۹ زره او ۸۴۶ قیراطه زمرد د داوطلبیو له لارې په ۲ میلیونه، ۴۲۶ زره او ۲۸۳ امریکایي ډالرو پلورل شوي دي.
چارواکي زیاتوي چې د دغو پلورل شویو زمردو له عوایدو څخه ۱۰ سلنه برخه د اسلامي امارت خزانې ته سپارل شوې ده.
پنجشېر د افغانستان له هغو ولایتونو څخه ګڼل کېږي چې د لوړ کیفیت زمردو سترې زیرمې لري، او د دغو قیمتي ډبرو استخراج او پلور د سیمي د اقتصادي فعالیتونو مهمه برخه جوړوي.

شال نیوز