د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، چې په هرات ولایت کې د ټاپي ګاز نل ليکې پروژې د جوړولو ۵۲ سلنه چارې بشپړې شوې دي.
د وزارت ویاند همایون افغان په اېکس کې په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي دي، چې تر اوسه د پروژې په مسیر کې ۸۰ کیلومټره نل ليکه غځول شوې ده او د نل ليکې د نصب لپاره ۱۲۶ کیلومټره دهلېز چمتو شوی دی.
د نوموړي په وینا، د پروژې د څارنې او تګ راتګ لپاره ۱۰۸ کیلومټره سړک هم جوړ شوی دی، او ۷۲.۳ کیلومټره نور پایپونه د اړتیا له مخې د پروژې سیمي ته لېږدول شوي دي.
ټاپي د طبیعي ګازو د لېږد یوه ستره سیمه ییزه پروژه ده چې د ترکمنستان ګاز به د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته رسوي. د دې پروژې ټول اوږدوالی شاوخوا ۱۸۰۰ کیلومټره دی چې نږدې ۸۰۰ کیلومټره برخه یې د افغانستان له خاورې تېرېږي.
چارواکي وايي، د پروژې له بشپړېدو سره به افغانستان د ټرانزیټ له درکه عواید ترلاسه کړي او زرګونو کسانو ته به د کار زمینه هم برابره شي.
اقتصادي شنونکي باور لري چې ټاپي پروژه به د افغانستان د اقتصادي ودې، د انرژۍ د اړتیاوو د پوره کولو او د سیمي د هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو په پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي.

شال نیوز