بنو کې د سوداګرو ټولنې (انجمن تاجران) د هڅو په پایله کې د پاکستان تحريک انصاف (پي ټي آیي) ځايي مشرانو او ډاکټرانو ترمنځ له تېرې يوې اوونۍ راهيسي روانه شخړه په تفاهم پای ته رسېدلې، چې ورسره ډاکټرانو خپله هړتال بېرته ختمه کړی او د او پي ډي خدمتونو د بيا پېل اعلان يې کړی دی.
د ستونزې د حل لپاره د بنو د سوداګرو ټولنې مشر حاجي ګل پير، چيئرمين حکم زاد خان، چيئرمين احسان خان، وائس چيئرمين عجب ګل خان، پرويز خان، دل غفور خان، نور غني شاه او نورو مشرانو فعاله ونډه واخيسته. دغو مشرانو دواړه خواوې د مذاکراتو مېز ته کښېنولې او د شخړې په هواري کې يې مهم رول ولوباوه.
د روغې مراسم په خلیفه ګل نواز روغتون کې ترسره شول، چې پکې د پښتنې دودونو له مخې د دواړو خواوو ترمنځ روغه جوړه وشوه.
غونډې ته د قامي لویې جرګې مشر پروفيسر محمد ابراهيم خان، د سوداګرو ټولنې مشر حاجي ګل پير، پروفيسر ډاکټر رفيق خټک، ډاکټر ايوب نواز خان، ډاکټر فيصل خان، ملک عدنان خان، ملک اقبال جدون خان، ملک عاشور خان، مفتي عبدالغني ايډوکېټ او مولانا طيب شاه ويناوې وکړې.
ويناوالو ژمنه وکړه چې د بنو ولس به د ډاکټرانو درناوی او د هغوي د خدمتونو قدر کوي، او ډاکټران به هم ولس ته د غوره روغتيايي اسانتياوو په برابرولو کې هېڅ ډول کوتاهي نه کوي.
په دې موقع دواړو خواوو د يو بل تېروتنې وبښلې، بښنه يې وغوښته او ژمنه يې وکړه چې په راتلونکي کې به د متقابلې همکارۍ، همغږۍ او ولسي خدمتونو د روحيې له مخې ګډ کار ته دوام ورکوي.
ګډونوالو هيله څرګنده کړه چې د شخړې تر پای ته رسېدو وروسته به په بنو کې د روغتيايي سکټور د ښه والي او ولس ته د معياري طبي اسانتياوو برابرولو لپاره ګډې هڅې روانې وساتل شي.

صفدر داوړ