په بنوں کې د میډیکل ټیچنګ انسټیټیوټ (ایم ټي آيي) د چارو پر سر د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي آیي) او د ځوانو ډاکټرانو ټولنې ترمنځ اختلافات نور هم زیات شوي دي.

 

د پي ټي آیي د انصاف یوتھ وینګ مشرانو نیک رحمان، فرحان خان او نورو په بنوں پریس کلب کې خبري غونډې ته وویل چې د روغتونونو د نظام د سمون لپاره یې هڅې پېل کړې دي، خو د ،دوي په وینا، ځیني ډاکټران او د ایم ټي آیي چارواکي د اصلاحاتو مخالفت کوي.

 

دوي تور پورې کړ چې ځیني ډاکټران په سرکاري روغتونونو کې خپل مسوولیتونه په بشپړه توګه نه ترسره کوي او ډېره پاملرنه خپلو شخصي کلینیکونو ته کوي، چې له امله یې ناروغان له ستونزو سره مخ دي.

 

د پي ټي آيي مشرانو د ایم ټي آیي پر پخواني مشر د روغتیايي وسایلو پر کارولو، مالي چارو او د روغتیا کارت پروګرام په اړه هم د بې‌ ضابطګیو او فساد تورونه ولګول او د پلټنو غوښتنه یې وکړه.

 

هغوي وویل چې د بنوں په روغتیايي ادارو کې باید د کار لومړیتوب د سیمي اوسېدونکو ته ورکړل شي او د روغتونونو د فعالیت د ښه کولو لپاره دې عملي ګامونه پورته شي.

 

د پي ټي آیي مشرانو غوښتنه وکړه چې د ضلعې مرکزي روغتون دې د صوبايي حکومت تر واک لاندې راوستل شي، خو خلیفه ګل نواز او د ښځو او ماشومانو روغتونونه دې د ایم ټي آیي تر انتظام لاندې پاتې شي، څو د دواړو نظامونو فعالیتونه پرتله کړای شي.

 

تر اوسه د دغو تورونو په اړه د ځوانو ډاکټرانو ټولنې او د ایم ټي آيي ادارې رسمي غبرګون نه دی ترلاسه شوی.