د افغانستان د ښار جوړونې او کور جوړونې وزارت وايي، چې د کډوالو د دايمي مېشتېدو او ځمکو د وېش کمېټۍ د هېواد په اوو ولايتونو کې ۸۹۸ ستنو شويو کورنيو ته د استوګنې ځمکې ورکړې دي.
د وزارت لخوا ،د جون په ۸مه، په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې په ننګرهار کې ۳۰۵، فراه کې ۱۰۶، هلمند کې ۱۲۷، غزني کې ۵۰، نيمروز کې ۱۰۰، پکتيکا کې ۱۰۰ او فارياب کې ۱۱۰ ستنو شويو کورنيو ته د استوګنې نمرې وېشل شوې دي.
د خبرپاڼې له مخې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ټولټال ۸۹۸ کورنيو ته د دايمي مېشتېدو لپاره ځمکې ځانګړې شوې دي، چې ورسره تر اوسه د وېشل شويو نمرونو شمېر ۴۰ زره او ۴۱۳ ته رسېدلی دی.
د کډوالو د دايمي مېشتېدو او ځمکو د وېش کمېټۍ ويلي، د هېواد بېلابېلو سيمو ته د ستنو شويو کډوالو د ملاتړ، دايمي مېشتېدو او د ژوند د لومړنيو اسانتياوو د برابرولو لپاره به خپلې هڅې دوامداره او لا چټکې کړي.
په وروستيو مياشتو کې زرګونه افغانان له ګاونډيو هېوادونو، په ځانګړې توګه له پاکستان او ايران څخه، افغانستان ته ستانه شوي دي، او د سرپناه، کار او لومړنيو خدماتو برابرول د دغو ستنېدونکو له مهمو ننګونو څخه بلل کېږي.

شال نیوز