د پولیسو سرچینو شال نیوز ته ویلي دي، چې د بر سویلي وزيرستان د مکين سيمه کې ،د جون په ۸مه، د ناڅرګنده وسلوالو کسانو د ډزو له امله ،اسد ملکشاهي محسود، نومې کس وژل شوی دی.

 

د ځايي سرچينو په وينا، بريد کوونکي له پېښې وروسته له سيمي تښتېدلي او تر اوسه يې درک نه دی معلوم شوی.

 

پوليس وايي د وژل شوي کس مړی له قانوني او ضروري چارو وروسته کورنۍ ته سپارل شوی او د پېښې پلټنې پېل شوې دي. ځايي اوسېدونکي وايي چې له دې پېښې وروسته په سيمه کې اندېښنه او وېره خپره شوې ده.

 

د پېښې د انګېزې او د بريدګرو د هويت په اړه تر اوسه رسمي معلومات نه دي خپاره شوي، او نه هم کومې ډلې تر اوسه د دې برید مسؤلیت منلی دی.