د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل کريم کونډي په اسلام اباد کې د ګورنر هاؤس په دفتر کې د امريکا سفیرې ،نيټلي بېکر، سره ليدلي او د خېبر پښتونخوا په بېلابېلو برخو کې د پانګونې او اقتصادي همکاریو پر پراختيا يې خبرې کړې دي.

 

د ګورنر هاؤس لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې په دې ليدنه کې د معدنياتو، سېلګرۍ، انرژۍ، روغتيا او تعليم په برخو کې د پانګونې پر فرصتونو تفصيلي خبرې وشوې.

 

دواړو لورو په خېبر پښتونخوا او په ځانګړي ډول پخوانيو قبایلي ضلعو کې د بهرنۍ پانګونې د زياتوالي، اقتصادي همکاریو او د ځوانانو لپاره د تعليمي سکالرشپونو د پراختيا پر لارو چارو هم د نظر تبادله وکړه.

 

په ليدنه کې د پاکستان او امريکا ترمنځ په خېبر پښتونخوا کې د پرمختيايي همکاریو او پانګونې د ودې پر دوام ټينګار وشو. همداراز د انرژۍ، سېلګرۍ او بشري سرچينو د پرمختګ لپاره پر نوو فرصتونو هم خبرې وشوې.

 

فيصل کريم کونډي وويل چې خېبر پښتونخوا د قيمتي او نادرو معدني زېرمو له پلوه بډايه صوبه ده او په دې برخه کې د پانګونې پراخ فرصتونه شته. هغه امريکايي پانګه والو ته بلنه ورکړه چې د معدنياتو، سېلګرۍ، انرژۍ او روغتيا په برخو کې پانګونه وکړي.

 

ګورنر دا هم وويل چې د خېبر کرکټ ليګ سيالۍ به د روان کال په جولایۍ مياشت کې ترسره شي او په صوبه کې د لوبو په ډګر کې د ځوانانو د استعدادونو د ودې لپاره هڅې روانې دي.

 

د خبرپاڼې له مخې، د خېبر پښتونخوا ګورنر په پېښور کې د امريکا د قونصلګرۍ د تړل کېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړه او ويې ويل چې د سوداګرۍ د حجم د زياتولو لپاره د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګريزو پلاوو تګ راتګ ضروري دی.

 

بلخوا د امريکا سفیرې نيټلي بېکر د خېبر پښتونخوا د ځوانانو لپاره د عصري روزنې او مسلکي مهارتونو د پروګرامونو په برخه کې د همکارۍ لېوالتيا څرګنده کړه.

 

هغې د ګلګت بلتستان په وروستيو انتخاباتو کې د پاکستان پيپلز ګوند د بريا مبارکي هم ګورنر فيصل کريم کونډي ته وړاندې کړه.

ګورنر وويل چې په دغو انتخاباتو کې د پيپلز ګوند بريا د ګوند د مشرانو او فعالانو د اغېزمن انتخابي کمپاین پايله ده.

 

د ليدنې په پای کې د خېبر پښتونخوا ګورنر د امريکا د سفارت سفیرې نيټلي بېکر په درناوي د غرمې مېلمستيا هم ورکړه.