د خېبر پښتونخوا د اطلاعاتو او عامه اړيکو وزير ،شفيع جان، د کوز مومند پرېس کلب د نوې ټاکلی شوې کابینې د لوړې مراسم ترسره کړل. په دې غونډه کې د صوبايي اسمبلۍ غړي محبوب شېر هم ګډون درلود.
د اطلاعاتو وزير د پرېس کلب نوي منتخب صدر ګل حسين مومند، سينير نائب صدر شمس مومند او د کابینې نورو غړو ته مبارکي ورکړه او د نېکو هيلو څرګندونه يې وکړه.
شفيع جان وويل، د صوبې د پرېس کلبونو له ستونزو خبر دی او د دغو ستونزو د حل لپاره له خبريالانو او د پرېس کلبونو له استازو سره پرله پسې ملاقاتونه کوي.
هغه زياته کړه چې نوې کابينه بايد د ژورنالېزم د مسلکي ارزښتونو د ودې، د ولسي ستونزو د راپورته کولو او د سيمي د مثبت انځور د وړاندې کولو لپاره خپل رول په ښه توګه ترسره کړي.
د اطلاعاتو وزير وويل، چې د خېبر پښتونخوا حکومت د خبريالانو د هوساينې او د هغوي د ستونزو د حل لپاره عملي ګامونه پورته کوي. د ده په وينا، حکومت د خبريالانو لپاره د بې سوده پورونو سکيم معرفي کوي او پرېس کلبونو ته د مالي مرستو د ورکړې بهير به هم زر پېل شي.
شفيع جان وويل، په ځانګړې توګه د قبایلي ضلعو خبريالان د محدودو وسايلو او ګڼو ستونزو باوجود خپلې مسلکي دندې ترسره کوي او د ستاينې وړ کار کوي.
په غونډه کې د کوز مومند پرېس کلب د نوې کابینې غړو د پرېس کلب د نوې ودانۍ او نورو اړوندو ستونزو په اړه د اطلاعاتو وزير ته معلومات ورکړل.
د اطلاعاتو وزير شفيع جان د پرېس کلب لپاره د ودانۍ د جوړولو او د سولر سيسټم د لګولو ډاډ هم ورکړ.

شال نیوز