د کوز سویلي وزيرستان د برمل تحصيل د اعظم ورسک اوسېدونکي وايي، چې د جون په ۷مه، د شپې په تياره کې د دوي پر کورونو پمفلېټونه غورځول شوي دي.

 

د اوسیدونکو په وینا، په یاد پمفلټونو کې له خلکو غوښتل شوي دي چې نن ،د جون ۸مې، تر ماښام شپږو بجو پورې خپل کورونه خالي کړي، چې له امله یې په سيمه کې اندېښنه او بې باوري زياته شوې ده.

 

د ټولنيزو رسنيو له لارې خپاره شويو پمفلېټونو کې، چې په اردو او پښتو ژبو ليکل شوي دي، خلکو ته خبرداری ورکړل شوی دی، چې له سيمي ووځي.

 

په پمفلېټ کې ويل شوي دي، چې که څوک تر ټاکلي وخت وروسته په خپلو کورونو کې پاتې شي، نو د هر ډول زيان مسؤليت به يې پر خپله غاړه وي.

 

د سيمي يو شمېر اوسېدونکو ،شال نيوز، ته وويل چې ښځې، ماشومان، سپين ږيري او ناروغان د دې وضعيت له امله سخت اندېښمن دي. دوي وايي، خلک لا له وړاندې له اقتصادي ستونزو، بې روزګارۍ او ناامنۍ سره مخ دي او د کورونو پرېښودلو غوښتنه يې ستونزې نورې هم زياتوي.

 

بلخوا د واڼا پوليسو ځايي سرچينو شال نيوز ته ويلي دي چې د دغو پمفلېټونو په اړه تر اوسه کوم رسمي معلومات نه لري او نه پوهېږي چې دا چا خپاره کړي دي.

 

تر اوسه ضلعي انتظاميې او امنيتي ادارو هم په دې اړه کوم رسمي دريځ نه دی څرګند کړی.