د سوات ضلعې د مټې تحصیل په شکردره سیمه کې ټرانسپورټر او سیمه ییز شخصیت ،افضل ګوجر، د خپلو وژل شویو خپلوانو له جسدونو سره د احتجاج مشري کوي او د سیمي مرکزي سړک یې د هر ډول تګ راتګ لپاره تړلی دی.
افضل ګوجر، چې ،د جون په ۷مه، په یو وسلوال برید کې ټپي شوی، د احتجاج پر مهال یې هماغه په وینو لړلي کالي اغوستي دي چې د برید پر وخت یې پر تن وو. د هغه پلویان او خپلوان وایي، چې تر هغو به احتجاج او پرلت ته دوام ورکوي چې بریدګر نیولی شوي او د قانون منګولو ته سپارلی شوي نه وي.
د احتجاج له امله د سیمي مرکزي سړک تړلی شوی او د دواړو خواوو مسافر او موټر چلوونکي له ستونزو سره مخ شوي دي.
یاده دې وي چې د یکشنبې او دوشنبې ترمنځ شپه ناڅرګنده وسلوالو د افضل ګوجر پر موټر برید کړی و. د ځايي سرچینو په وینا، په برید کې درنې وسلې کارول شوې دي. په دغه پېښه کې افضل ګوجر ټپي شوی، خو د هغه زوې بهرام خان، وراره او یو ساتونکی یې وژلی شوي دي.
پولیس وایي چې د پېښې پلټنې روانې دي او د بریدګرو د نیولو لپاره هڅې دوام لري. تر اوسه د برید مسوولیت کومې ډلې یا کس نه دی منلی.

عصمت علي اخون