په افغانستان کې د ‘کاسا - ۱۰۰۰’ پروژې چارې روانې دي، چې د سيمي له مهمو انرژۍ پروژو څخه شمېرل کېږي او موخه يې د منځنۍ اسيا او سویلي اسيا ترمنځ د برېښنا لېږد ممکن کول دي.
د ۱۳۰۰ مېګاواټه ظرفيت لرونکې دغه پروژه د سيمه ييز اقتصادي همکارۍ، د انرژۍ د تبادلې او متقابلو اړيکو د پياوړتيا لپاره يو مهم ګام بلل کېږي.
د کاسا - ۱۰۰۰ پروژې اساسي موخه دا ده چې د منځنۍ اسيا هېوادونو، په ځانګړي ډول قرغزستان او تاجکستان کې توليدېدونکې اضافي برېښنا د افغانستان له لارې پاکستان او د سویلي اسيا نورو هېوادونو ته ولېږدول شي.
د دې پروژې له لارې به نه يوازې د سيمي د انرژۍ اړتياوې پوره شي، بلکې د ګډونوالو هېوادونو ترمنځ اقتصادي اړيکې به هم پياوړې شي.
په افغانستان کې د دې پروژې چارې په درېيو بېلابېلو پړاوونو کې روانې دي. لومړی پړاو، چې ۱۹۷ کيلومتره اوږدوالی لري، د ۲۰۲۴ کال په دسمبر مياشت کې پېل شوی دی. دغه برخه له شېرخان بندر څخه د ده صلاح ولسوالۍ پورې غځېدلې او پکې د برېښنا ۵۶۴ د لېږد ستنې شاملې دي.
د پروژې دويم پړاو ۱۹۶ اعشاريه ۴ کيلومتره اوږدوالی لري، چې پکې ۵۸۷ د برېښنا لېږد ستنې جوړېږي. دغه پړاو د بغلان، پنجشېر او کاپيسا ولايتونو له لارې تېرېږي.
همداراز، درېيم پړاو ۱۸۸ اعشاريه ۴ کيلومتره اوږدوالی لري او ۵۶۲ د برېښنا لېږد ستنې پکې شاملې دي. دغه برخه د کاپيسا، کابل، لغمان او ننګرهار ولايتونو له لارې تر تورخم پولې رسېږي، چې له هغه ځايه به برېښنا سویلي اسيا ته ولېږدول شي.
د افغانستان د برېښنا ملي شرکت د معلوماتو له مخې، په هېواد کې د کاسا - ۱۰۰۰ پروژې شاوخوا ۸۰ سلنه چارې بشپړې شوې دي. چارواکي وايي، پاتې رغنيزې چارې هم په چټکۍ روانې دي او د پروژې له بشپړېدو وروسته به افغانستان د پام وړ اقتصادي ګټې ترلاسه کړي.
کارپوهان وايي، افغانستان به د دې پروژې له لارې يوازې د ټرانزېټ هېواد په توګه هر کال نږدې ۶۰ ميليونه ډالره عايد ترلاسه کړي. سربېره پر دې، دا پروژه به د هېواد د انرژۍ بنسټيزو زېربناوو پياوړتيا، د کارموندنې فرصتونو او سيمه ييز اقتصادي ادغام ته هم وده ورکړي.
اقتصادي شنونکي باور لري چې کاسا - ۱۰۰۰ يوازې د برېښنا د لېږد پروژه نه ده، بلکې د منځنۍ او سویلي اسيا ترمنځ د همکارۍ، ثبات او پرمختګ يو مهم پل هم دی.
د دې پروژې بريالۍ بشپړېدل به په سيمه کې د انرژۍ رسونه ښه کړي، اقتصادي فعاليتونه به زيات کړي او د ګډونوالو هېوادونو ترمنځ به د باور او همکارۍ فضا نوره هم پياوړې کړي.

شال نیوز