د بنو په بېلابېلو سيمو کې د ډزو په جلا جلا پېښو کې د دوو ښځو په ګډون درې کسان وژل شوي او يو بل کس ټپي شوی دی. پوليس وايي چې د ټولو پېښو پلټنې روانې دي.
د پوليسو د معلوماتو له مخې، د ميراخېل تاڼې په حدودو کې د زرګل کلي ديګان په سيمه کې يو کس د ډزو له امله ټپي شوی دی. پوليس وايي چې شکمن تن دانش نومېږي او له پېښې وروسته تښتېدلی دی. ټپي کس د درملنې لپاره د بنو ضلعې مرکزي روغتون ته لېږدول شوی دی.
پوليس زياتوي چې د همدې پېښې له لږ وخت وروسته د زرګل کلي په يوه بله سيمه کې ۲۲ کلن جنيد، د محمد رضا زوې، د ډزو له امله ووژل شو. د هغه جسد د قانوني چارو د بشپړولو لپاره روغتون ته انتقال شوی دی. پوليسو د وژل شوي او ټپي شوي کسانو د کورنيو په شکايت جلا جلا مقدمې درج کړې او پلټنې يې پېل کړې دي.
په يوه بله پېښه کې، چې د ښار تاڼې په حدودو کې د فهوړي ګېټ په سيمه کې شوې، پوليس وايي، يو تن د کورني اختلاف له امله خپله ۱۸ کلنه مېرمن سدره په ډزو وژلې ده. د پوليسو په وينا، شکمن له پېښې وروسته تښتېدلی او د نيولو لپاره يې هڅې روانې دي.
بلخوا د غوري والا تاڼې په حدودو کې د نارکبوټ په سيمه کې ۱۹ کلنې حسينه بي بي په اړه پوليس وايي چې ښايي هغې پر ځان ډزې کړې وي او ژوند يې له لاسه ورکړی دی. پوليس وايي د پېښې د لاملونو معلومولو لپاره پلټنې روانې دي.
پوليسو ويلي چې د دغو ټولو پېښو بېلابېل اړخونه څېړي او د تښتېدلو شکمنو کسانو د نيولو لپاره چاپې هم روانې دي.
په ورته وخت کې بنو پوليسو ويلي، چې د يو خواجه سرا پر ضد د ډزو په قضيه کې يې يو شکمن کس نيولی دی.
د پوليسو د خبرپاڼې له مخې، د بنو د پوليسو مشر ،ياسر اپريدي، په لارښوونه د ښار ډي اېس پي ،مفیض خان، او د صدر تاڼې پوليسو د عملياتو پر مهال ،مروان، نومې شکمن ونيولو.
پوليس وايي پر نوموړي تور دی چې په يو خواجه سرا اقبال ،چې په ګل شاندانه هم پېژندل کېږي، يې ډزې کړې وې او د وژنې هڅه يې کړې وه. د پوليسو په وينا، له شکمن سره يو تومانچه هم نيول شوې ده چې ګومان کېږي په پېښه کې کارول شوې وه.
د بنو د پوليسو مشر ياسر اپريدي ويلي، چې د قانون د واکمنۍ، د خلکو د سر او مال د خونديتوب او د جرمونو د مخنيوي لپاره به عمليات دوام ولري او په جرمونو کې د ککړو کسانو پر ضد به قانوني اقدامات کېږي.

صفدر داوړ