د پاکستان پوځ وايي چې هغه وسلوال یې وژلي دي چې د شمالي وزیرستان د مخور قامي مشر ملک سیف الله خان داوړ په هدفي وژنه کې یې لاس درلود.
د پوځ د عامه اړیکو څانګې (آيي اېس پي آر) ،د جون په ۷مه، په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي دي، چې امنیتي ځواکونو د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ د شمالي وزیرستان د میرام شاه په عمومي سیمه کې د وسلوالو پر پټنځایونو عملیات کړي دي.
د خبرپاڼې له مخې، د تېرو ۷۲ ساعتونو په ترڅ کې د نښتو پر مهال ۲۷ وسلوال وژل شوي دي. پوځ ادعا کوي چې وژل شوي کسان د «فتنه الخوارج» له ډلې سره تړاو لري او له هغوي څخه وسلې او مهمات هم ترلاسه شوي دي.
آیي اېس پي آر ویلي دي چې د وژل شویو وسلوالو دغه ډله د ملک سیف الله خان داوړ په هدفي وژنه او نورو وسلوالو بریدونو کې ښکېله وه. پوځ زیاتوي چې د دغې ډلې له منځه وړل د ملک سیف الله خان د وژنې د عاملینو د حساب ورکولو او عدالت ته د سپارلو په لړ کې مهم پرمختګ دی.
د پوځ په وینا، په سیمه کې د لټون او تصفیې عملیات دوام لري او امنیتي ځواکونه به د وسلوالو پر ضد خپلې هلې ځلې جاري ساتي.
تر اوسه خپلواکو سرچینو د پوځ د دغو ادعاوو پخلی نه دی کړی او نه هم کومې وسلوالې ډلې په دې اړه څه ویلي دي.

صفدر داوړ