د فاټا لویې جرګې د سپریم کونسل غونډه ،د جون په ۶مه، د خېبر ضلعې د جمرود په سیمه کې د ملک بسم الله په حجره کې وشوه، چې پکې د پخوانیو قبایلي سیمو ګڼو مشرانو او استازو ګډون وکړ.
د غونډې ګډونوالو په متفقه توګه د وفاقي حکومت له لوري د ۲۰۲۶-۲۷ مالي کال په بودیجه کې پر پخوانیو قبایلي سیمو د ټیکسونو لګولو وړاندیز رد کړ او ویې ویل چې قبایلي ولس ته د هر ډول نوی ټیکس د منلو وړ نه دي.
غونډې له حکومته وغوښتل چې د تیراه درې او نورو سیمو ټول بې ځایه شوي خلک دې زر تر زره خپلو کورونو او سیمو ته ستانه کړي او د هغوي د بېرته ستنېدو لپاره دې لازم اقدامات ترسره شي.
ګډونوالو د وزیراعظم شهباز شریف له لوري د فاټا د انضمام په اړه د جوړې شوې کمېټۍ په جوړښت هم تحفظات څرګند کړل او غوښتنه یې وکړه چې د فاټا لویې جرګې استازو ته دې په دغه کمېټه کې مناسبه استازولي ورکړل شي.
غونډې د ۲۸م اییني ترمیم ملاتړ وکړ او غوښتنه یې وکړه چې د پاکستان د ایین ۲۴۶ او ۲۴۷ مادې دې بېرته په خپل اصلي شکل بحالې کړل شي. ویناوالو ټینګار وکړ چې د پخوانیو قبایلي سیمو اییني او انتظامي حیثیت دې بېرته ور وګرځول شي.
د غونډې ویناوالو وویل چې قبایلي ولس ته هغه پخوانۍ فاټا پکار ده چې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر له یوولسمې نېټې مخکې موجوده وه، چرته چې نه پوځي عملیات روان وو او نه هم د «اېکشن اِن اېډ آف سول پاور» قانون نافذ و.
د غونډې په پای کې اعلان وشو چې په پخوانیو قبایلي سیمو کې د ټیکسونو د لګولو پر ضد به د جون په نهمه نېټه له باب خېبر څخه تر جمرود پرېس کلب پورې احتجاجي لاریون ترسره کېږي. همداراز د فاټا لویې جرګې غړي به د بې ځایه شویو خلکو له بېلابېلو کېمپونو هم لیدنه کوي.

ابراهیم شینواری