د چاپېریال نړيوالې ورځې په مناسبت په چترال کې د زده کوونکو او ښوونکو لپاره د چاپېريال ساتنې په اړه يوه پوهاوي غونډه جوړه شوه، چې پکې د چاپېريالي ککړتيا لاملونو، د اقليمي بدلون اغېزو او د چاپېريال د خونديتوب په برخه کې د خلکو پر رول خبرې وشوې.
دغه غونډه ،د جون په ۵مه، د ‘نېشنل انټېګريټېډ ډېوېلپمنټ اېسوسي اېشن’ (ندا پاکستان) له خوا د ،پي پي اېف، په مالي مرسته د چترال د سرکاري سېنټينل هایي سکول په تالار کې جوړه شوې وه.
د غونډې ځانګړی مېلمه د کوز چترال د تعليم ضلعي افسر شاهد حسين و. په دې موقع د ياد سکول پرنسپل عبدالباري، د ندا پاکستان پروژې مشر انوار بيګ، د اغا خان فاونډېشن مشر استاد عبدالولي، د اغا خان رورل سپورټ پروګرام پروژې مشر اسدالله، مولانا محمد قاسم او نورو کسانو ګډونوالو ته ويناوې وکړې.
ويناوالو وويل چې چترال د اقليمي بدلون له جدي اغېزو سره مخ دی او د سېلابونو، وچکالۍ، د واورې د ويلي کېدو او نورو طبيعي بدلونونو له امله سيمه له ګڼو ننګونو سره مخ شوې ده. هغوي ټينګار وکړ چې د دغو ستونزو د مخنيوي لپاره اغېزمنې تګلارې، عامه پوهاوی او د چاپېريال ساتنې په برخه کې ګډې هلې ځلې اهمې دي.
دوي وويل چې د تعليم محکمه بايد د درسي فعاليتونو تر څنګ د چاپېريال ساتنې زده کړو ته هم ځانګړې پاملرنه وکړي او زده کوونکي د چاپېريال دوستانه چلند خپلولو ته وهڅوي.
ويناوالو د طبيعي سرچينو پر بې رويه استعمال اندېښنه څرګنده کړه او ويې ويل چې د چاپېريال ساتنه يوازې د ادارو نه، بلکې د ټولنې د هر وګړي ګډ مسووليت دی.
د غونډې په پای کې د سکول زده کوونکو د چاپېريال نړيوالې ورځې په مناسبت په اردو او انګليسي ژبو ويناوې وکړې چې د ګډونوالو له خوا وستايل شوې.
همدارنګه د ندا پاکستان له خوا مېلمنو ته يادګاري شيلډونه ورکړل شول او هغو زده کوونکو ته ستاينليکونه او شيلډونه هم ووېشل شول چې په پروګرام کې يې غوره کارکردګي وښودله.

سید اصف شاه کاکاخیل