د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي دي، چې د روانې اوونۍ په ترڅ کې د هېواد په درېیو ولایتونو کې له ۲۹۸ زیانمنو کورنیو سره د خوراکي او غیرخوراکي توکو بشري مرستې ترسره شوې دي.
د وزارت د معلوماتو له مخې، دغه مرستې د همکارو بشري بنسټونو په ملاتړ په ننګرهار، پکتیا او بغلان ولایتونو کې وېشل شوې دي.
په ننګرهار ولایت کې ۱۸۰ کورنیو ته د ۶ میلیونه او ۶۹۰ زره او ۶۰۰ افغانیو په ارزښت مرستې ورکړل شوې، په داسې حال کې چې په پکتیا کې ۱۰۰ کورنیو ته د قربانۍ ۷۰۰ کیلوګرامه غوښه ووېشل شوه. همدارنګه، په بغلان ولایت کې ۱۸ زیانمنو کورنیو ته ۱۸ خېمې ورکړل شوې، څو د بېړنیو سرپناه اړتیاوې یې تر یوه بریده پوره شي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په یوه بیان کې د هغو ملي او نړیوالو مرستندویه بنسټونو مننه کړې چې د بشري خدمتونو او مرستو په رسولو کې یې ونډه اخیستې ده.
وزارت ټینګار کړی دی چې له مرستندویه ادارو سره به د همغږۍ او همکاریو بهیر دوام ولري، څو د زیانمنو او اړمنو کورنیو اړتیاوو ته په اغېزمنه توګه رسېدنه وشي.
په افغانستان کې بشري مرستې په داسې حال کې دوام لري چې ګڼې افغاني کورنۍ لا هم د اقتصادي ستونزو، بې ځایه کېدو او طبیعي پېښو له اغېزو سره مخ دي او د مرستندویه ادارو ملاتړ ته اړتیا لري.

شال نیوز