د کوز سويلي وزيرستان د مرکز واڼا اوسېدونکي وايي چې د امنيتي اندېښنو له امله د انټرنېټ خدمتونو بشپړ بندېدو د دوي ورځنی ژوند له ګڼو ستونزو سره مخ کړی دی.
ځايي سرچيني وايي چې د انټرنېټ له بندېدو سره د سيمي له شپږو لکو زيات اوسېدونکي د مخابراتي او ډيجيټل خدمتونو له اسانتياوو بې برخې شوي دي.
د سيمي يو شمېر اوسېدونکو په وینا، د پوهنتونونو او کالجونو زده کوونکي د آنلاين زده کړو، داخلو او امتحانونو په چارو کې له ستونزو سره مخ دي. دوي زیاتوي چې، د انټرنېټ نشتوالی د فريلانس کارکوونکو، آنلاين سوداګرو، ډيجيټل بانکدارۍ کاروونکو او نورو سوداګريزو فعاليتونو اغېزمنېدو سبب هم شوی دی.
ځيني کورنۍ وايي چې د انټرنېټ د بندېدو له امله له خپلو خپلوانو سره، چې د هېواد په نورو سيمو يا بهر هېوادونو کې اوسيږي، د اړيکو ساتل ورته ستونزمن شوي دي.
بلخوا امنيتي ادارو تر اوسه په رسمي ډول د بنديز د مودې يا د بديلو اسانتياوو په اړه څه نه دي ويلي.
د سيمې يو شمېر مشران او مدني فعالان له اړوندو چارواکو غوښتي دي چې د امنيتي تدبيرونو ترڅنګ داسې لارې چارې ولټوي چې د خلکو د ورځني ژوند، زده کړو او اقتصادي فعاليتونو اغېزمنېدو مخه ونيول شي.
دوي غوښتنه کوي چې که امنيتي وضعيت اجازه ورکوي، نو د انټرنېټ خدمتونه دې زر تر زره بېرته فعال شي.

ظفر وزير