د باجوړ د شهيد خبريال ډاکټر نور حکيم خان د شهادت نولسم تلين ،د جون په ۲مه، د باجوړ په خار پرېس کلب کې ونمانځل شو، چې پکې خبريالانو، ليکوالانو، شاعرانو او د مدني فعالانو ګډون وکړ.

 

په غونډه کې د شهيد خبريال ورور او تجربه کاره خبريال ،فضل حکيم خان، د ډاکټر نور حکيم خان د ژوند، زده کړو، ورزشي هلو ځلو او خبريالۍ په اړه خبرې وکړې. هغه وويل، چې ډاکټر نور حکيم خان د خپلې دندې پر مهال د صداقت، جرأت او ولسي ستونزو د راپورته کولو لپاره مهمې هلې ځلې کړې وې.

 

فضل حکيم خان له حکومته وغوښتل چې د ډاکټر نور حکيم خان د خبريالۍ خدمتونو او قربانۍ په اعتراف کې ورته له مړيني وروسته صدارتي ايوارډ ورکړي. نوموړي دا غوښتنه هم وکړه چې د شهيد خبريال کورنۍ ته دې هغه اسانتياوې او امتيازات ورکړل شي چې د نورو شهيدو خبريالانو کورنيو ته ورکول کېږي.

 

په غونډه کې تجربه کاره خبريال ،محمد سليم خان، وويل چې د ډاکټر نور حکيم خان قربانۍ او مسلکي خدمتونه به تل ياد ساتل کېږي. هغه هم د شهيد خبريال د کورنۍ لپاره د ځانګړو مرستو او سرکاري ملاتړ غوښتنه وکړه.

 

شاعر، ليکوال او خبريال ،نظير ګل نادان، په دې موقع وويل چې ډاکټر نور حکيم خان يوازې يو فعال خبريال نه و، بلکې په سيمه کې يې د شخړو د سوله ييز حل او ټولنيزې همغږۍ لپاره هم مهم رول لوبولی و. د هغه په وينا، د شهيد شخصيت د زغم، پوهې او امن خوښونې ښه بېلګه وه.

 

د غونډې نورو ويناوالو، چې پکې مسعود خان، سجاد کاروان، سميع الله احسان، بلال ياسر، سيد بادشاه، مولانا محمد يونس، عرفان الله جان، طاهر خان درانی او حنيف الله جان شامل وو، د ډاکټر نور حکيم خان خبريالۍ، ټولنيزو او انساني خدمتونو ته د درناوي پيرزوينې وړاندې کړې او د هغه لپاره يې د صدارتي امتيازي ايوارډ غوښتنه تکرار کړه.