د افغانستان او روس ترمنځ د سوداګرۍ کچه د تېر یو کال په موده کې د پام وړ لوړه شوې او د دواړو هېوادونو ترمنځ ټولیز تجارتي حجم نږدې دوه برابره شوی دی.

 

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت د شمېرو له مخې، په ۲۰۲۴ کال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ ارزښت ۲۹۶ میلیونه ډالره و، خو دا کچه په ۲۰۲۵ کال کې ۵۹۰ میلیونه ډالرو ته رسېدلې ده.

 

د وزارت چارواکي وايي، که څه هم د سوداګرۍ په حجم کې زیاتوالی راغلی دی، خو د سوداګرۍ توازن لا هم د روسیې په ګټه دی. د شمېرو له مخې، افغانستان روسیې ته یوازې شاوخوا پنځه میلیونه ډالره صادرات لري، په داسې حال کې چې د سوداګرۍ لویه برخه له روسیې څخه واردات دي.

 

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند ،اخندزاده عبدالسلام، جواد ویلي، افغانستان روسیې ته ممیز، انار، ګیلاس، غیر الکولي مشروبات، معدني مواد، وچ زردالو، مڼې، درملیز بوټي او هندواڼې صادروي. د هغه په وینا، له روسیې څخه افغانستان ته د لرګیو، نخودو او د لمرګلي د تېلو په ګډون بېلابېل توکي واردېږي.

 

بلخوا، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د روسیې سره د سوداګریزو اړیکو پراخېدل مثبت ګام بللی دی او ټینګار یې کړی دی چې د دې فرصت څخه د بشپړې ګټې اخیستنې لپاره باید د هېواد صادرات زیات او کورني تولیدات وهڅول شي.

 

د دغې خونې د مدیره پلاوي رئیس ،محمد ولي، امیني ویلي، روسیه کولای شي د افغانستان له مهمو اقتصادي او سوداګریزو شریکانو څخه شي. نوموړي زیاته کړې، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراخولو او د سوداګرۍ د حجم د زیاتولو لپاره هڅې روانې دي.

 

اقتصادي شنونکي وايي، په وروستیو کلونو کې د کابل او مسکو اړیکې یوازې تر سیاسي او ډیپلوماټیکو چارو نه دي محدودې پاتې شوې، بلکې د سوداګرۍ، ترانزیټ او اقتصادي همکاریو په برخو کې یې هم پراختیا موندلې ده.

 

د هغوي په وینا، که څه هم د سوداګرۍ زیاتوالی د دواړو هېوادونو د اړیکو د پیاوړتیا ښکارندوی دی، خو افغانستان ته پکار ده چې خپل صادرات زیات کړي، څو د سوداګرۍ توازن ښه او ملي اقتصاد ته لا ډېره ګټه ورسېږي.