د خېبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کونډي ويلي دي، چې په صوبه کې د هوايي رابطو پراختيا د سيلګرۍ، تجارت او اقتصادي فعاليتونو د ودې لپاره ډېر اهميت لري، او صوبايي حکومت د نويو هوايي شرکتونو هرکلی کوي.

 

دا څرګندونې هغه مهال وشوې چې د “ساؤتھ اېير” يو پلاوي ،د جون په لومړۍ، د ،کنور محمد طارق، په مشرۍ په اسلام آباد کې له ګورنر سره وکتل. په ملاقات کې د ډېره اسمعیل خان او چترال لپاره د کمرشل الوتنو د پېل او هوايي سهولتونو د پراختيا په اړه خبرې وشوې.

 

د ساؤتھ اېير چارواکو وويل چې شرکت ډېره اسمعیل خان ته په باقاعده توګه د الوتنو د پېل پرېکړه کړې او د دې لپاره ټول تخنيکي، انتظامي او عملياتي تياريانې بشپړې شوې دي.

 

په دې موقع ګورنر فيصل کريم کونډي د دغو الوتنو د پېل هرکلی وکړ او ويې ويل چې خېبر پښتونخوا د پاکستان د سيلګرۍ يو مهم مرکز دی، خو د صوبې ګڼې سيمي لا هم له مناسبو هوايي اسانتياوو محرومې دي.

 

هغه زياته کړه چې د پېښور، کراچۍ، لاهور او کوټه ترمنځ د الوتنو زياتوالی به اقتصادي فعاليتونه ګړندي کړي او د تجارت، سيلګرۍ او روزګار لپاره به نوي فرصتونه رامنځته کړي.

 

نوموړي وويل چې د نويو هوايي شرکتونو د الوتنو له پېل سره به د خلکو د تګ راتګ ستونزې کمې او سوداګريز او سيلاني فعاليتونه پياوړي شي.

 

د یادونې وړ ده چې د پاکستان حکومت ،د مې په ۷مه، د ډېره اسمعیل خان هوایي ډګر د بیا فعالولو اعلان کړی و.