رزمک ته د ختلو سړک داسې ښکاري لکه انسان چې له جنګ، دوړو او ګرمې دښتې نه ورو ورو د یوې بلې نړۍ پر لور روان وي.

د بنو له تاوده بازاره چې موټر د وزیرستان غرونو ته پورته شي، نو هوا بدلېږي، د غرونو رنګ بدل شي، د ونو سیوري غټېږي او د انسان ساه کې د یخ باد خوږ خوند ګډ شي. د لارې په اوږدو کې د غرونو څوکې داسې ولاړې وي لکه د تاریخ زاړه ساتونکي چې لا هم د وزیرستان د هرې کیسي شاهدان وي.

 

رزمک یوازې یو تفریحي ځای نه دی. دا د وزیرستان د خلکو د حافظې یوه برخه ده. داسې ځای چې د زرګونو خلکو د ماشومتوب اخترونه، د کډوالۍ ستړیاوې، د جنګ ویرونه او د امن ارمانونه پکې سره راټول شوي دي.

 

د لوي اختر په ورځو کې چې د رزمک پر غرونو سهار راوخېژې، نو د سیمي فضا بدله شي. د لر او بر وزیرستان، بنو، کرک، لکي مروت، کوهاټ او پېښور نه سلګونه موټرې د رزمک پر لور روان وي. د موټرو په ښیښو پورې ځوړند ماشومان، د رباب اوازونه، د غوښو د پخېدو خوشبويي او د خلکو خنداګانې د غرونو په لمنو کې ګډې شي.

 

 

د رزمک د نری پاس واؤرینه منظره

 

 

په رزمک کې اختر یوازې مذهبي خوشالي نه وي، بلکې د ژوند د بېرته موندلو یو احساس وي.

 

د رزمک مشهور “جاز ګراونډ” د اختر په ورځو کې د خلکو نه ډک وي. ځوانان په مېدان کې موټرې تاوئ راتاوئ، د خاورو لوخړې هوا ته پورته کېږي او خلک په چیغو او خنداګانو د هغوي هر تاو ته لاسونه وهي. ماشومان په ځالو کې لوبې کوي، سپین ږیري د ونو لاندې ناست وي او د لرې کلونو کیسي کوي، د هغو وختونو کیسي چې وزیرستان کې جنګ نه و، کډوالي نه وه او خلک به د شپې تر ناوخته د شپېلۍ او رباب مجلسونو ته ناست وو.

 

خو د رزمک ښکلا یوازې د غرونو او یخ موسم په خاطر نه ده. د دې ځای تر ټولو لوي حسن د دې خلکو زړونه دي.

 

کله چې په اخترونو کې زرګونه سیلانیان رزمک ته ورشي، نو د هوټلونو کموالی پیدا شي. هماغه وخت د وزیرستان دود راژوندی شي. د سیمي خلک خپلې حجرې پرانیزي، میلمانه کورونو ته بوځي، چا ته توشکې هوارې کړي او چا ته جوماتونه د شپې تېرولو لپاره تیار کړي. دلته لا هم میلمه د خدای رحمت ګڼل کېږي.

 

 

د رزمک لوي جاز مېدان

 

 

یو سپین ږیری د جاز ګراونډ څنګ ته ولاړ و او ویل يې: “موږ ډېر جنګونه ولیدل، ډېر خلک مو کډوال شول، خو که امن وي، وزیرستان بیا هم د نړۍ تر ټولو ښکلی ځای دی.”

 

د رزمک نه وړاندې چې سړی شوال درې ته لاړ شي، نو غرونه نور هم لوړ شي، چینې یخې شي او د نښتر ونو بوي په هوا کې خپور وي. هماغلته د وزیرستان هغه کورنۍ هم بېرته راګرځي چې کلونه کلونه د عملیاتو او ناامنۍ له امله په کراچۍ، بنو، پېښور او نورو ښارونو کې کډوالې پاتې شوې وي.

 

د هغوي لپاره رزمک ته تګ یوازې سیل ندې، دا د خپل ورک شوي کور د لیدلو احساس دی. په وروستیو کلونو کې که څه هم د وزیرستان نوم له جګړو، عملیاتو او ناامنۍ سره تړل شوی، خو د اختر په ورځو کې رزمک بیا هم خلکو ته دا باور ورکوي چې د غرونو دا سیمه لا ژوندۍ ده. دلته لا هم ماشومان خاندي، رباب غږېږي، د چایو لوګي پورته کېږي او خلک د امن خوبونه ویني.

 

د رزمک د ماښامونو خپل جادو دی. کله چې لمر د غرونو تر شا پناه شي او د اسمان رنګ د سرو او نارنجي سیورو نه ډک شي، نو د سیمي پر خامو سړکونو د خلکو شور ورو ورو کم شي. د چایو هوټلونه بیا هم ګرم وي، د سکروټو پر سر کبابونه پخېږي او د لرې نه د رباب نرمه نغمه د یخ باد سره ګډه شي. ځوانان د ملګرو سره د غرونو پر غاړه ناست وي، زاړه خلک د تیرو وختونو خاطرې تازه کوي او ماشومان لا هم د لوبو نه ستړي شوي نه وي.

 

 

د رزمک په جاز میدان کې ځوانان د ګاډو تاؤولو کرتبونه کوي

 

 

په رزمک کې د اختر شپې ځانګړې بڼه لري. دلته د ښارونو په شان مصنوعي څراغونه او شور نشته، خو د خلکو په خبرو، خنداګانو او مجلسونو کې داسې تودوخه وي چې انسان ځان یوازې نه احساسوي. د شپې تر ناوخته د حجرې مجلسونه روان وي. څوک د ښکار کیسې کوي، څوک د پخوانیو میلمنو یادونه کوي او څوک د هغو ورځو ارمان کوي چې وزیرستان به د سیلانیانو لپاره د امن او ښکلا تر ټولو مشهور ځای و.

 

د رزمک طبیعت هم د انسان زړه ته سکون ورکوي. د غرونو په منځ کې د نښتر ونې لکه د خاموشو شاعرانو په شان ولاړې وي. کله چې باد پرې ولګېږي، نو داسې اواز ترې پورته شي لکه طبیعت چې خپله کومه پټه موسیقي غږوي. د سهار پر وخت د چینو یخې اوبه، د مرغانو اوازونه او د لمر وړانګې د انسان ستړی ذهن تازه کړي.

 

ډېر خلک چې کلونه وروسته رزمک ته راشي، نو د خپلو ماشومتوبونو خاطرې ورسره راژوندۍ شي. څوک هغه میدان لټوي چې پکې به يې لوبې کولې، څوک د خپل پخواني کور کنډواله ګوري او څوک د هغه ونې سیوری یادوي چې د اختر په ورځو کې به يې ترې لاندې د کورنۍ سره ډوډۍ خوړله. د وخت تېرېدو ډېر څه بدل کړي، خو د رزمک احساس لا هم هغسې پاتې دی.

 

د سیمي ښځې هم د اختر په ورځو کې ځانګړې بوختیاوې لري. د کورونو په انګړونو کې دودیز خواړه تیارېږي، ماشومانو ته نوې جامې اغوستل کېږي او د مېلمنو لپاره چای او خوږې تیارېږي. د وزیرستان میلمه پالنه یوازې د نارینه وو د حجرې پورې محدوده نه ده، بلکې د هر کور د عزت برخه ګڼل کېږي.

 

رزمک د تاریخ له پلوه هم ځانګړی اهمیت لري. د انګرېزانو د دورې زاړه ودانۍ، پوځي مرکزونه او خاموشه سړکونه لا هم د تېر وخت نښې له ځانه سره لري. ډېر زاړه خلک وايي چې یو وخت به رزمک د سیمي تر ټولو منظم او ښکلی غرنی ښار ګڼل کېده. دلته به بازارونه اباد وو، سیلانیان به راتلل او د دوبی موسم به د خلکو لپاره د خوشالۍ وخت و.

 

خو جګړو د دې سیمي پر ژوند ژور اغېز وکړ. ګڼ کورونه وران شول، خلک بې کوره شول او د کلونو لپاره د رزمک نوم د وېرې او ناامنۍ سره یو ځای یادېده. بیا هم د دې غرونو خلکو خپل امید له لاسه ورنه کړ. هغوي د کډوالۍ سختې ورځې وزغملې، خو د خپل وطن مینه يې په زړونو کې ژوندۍ وساتله.

 

 

د رزمک سیمي واؤرینه منظره

 

 

نن چې کله اختر راشي او خلک بېرته رزمک ته وخېژي، نو داسې احساس وکړي لکه د ژوند یوه ورکه برخه يې بېرته موندلې وي. دلته د هرې خندا تر شا یوه کیسه ده، د هرې سترګې تر شا یو درد او د هر مجلس تر شا د امن یو ارمان پروت دی.

 

ځیني ځوانان چې په لویو ښارونو کې لوي شوي، د لومړي ځل لپاره چې رزمک وویني نو حیران پاتې شي. هغوي ته دا سیمه یوازې د خبرونو او جګړو له لارې ورپېژندل شوې وي، خو کله چې د غرونو یخه هوا، د خلکو مینه او د طبیعت خاموشه ښکلا وویني، نو د وزیرستان په اړه يې تصور بدل شي.

 

رزمک انسان ته دا احساس ورکوي چې طبیعت او انسان دواړه د بیا راژوندي کېدو توان لري. که هر څومره سخت وختونه تېر شي، بیا هم د ژوند رڼا مړه کېدی نه شي. همدې له امله چې خلک هر کال د اختر په ورځو کې بېرته دې غرونو ته راځي، څو لږ تر لږه د څو ورځو لپاره د امن، یادونو او خوشالۍ ساه واخلي.

 

ښايي همدا د رزمک تر ټولو لویه ښکلا وي، چې له دومره غمونو وروسته يې لا هم د خوشالۍ ساه نه ده بنده شوې.