اروپايي کمېشن ،د مې په ۲۸مه، په «ټیمو» د ۲۰۰ میلیونه یورو جرمانه لګولې ده او ويلي دي چې ټېمو پر خپل پلېټفارم د خرڅېدونکو ناقانونه شيانو او هغو خطرونو سمه پېژندنه، جاج او ارزونه نه ده کړې چې د اروپايي ټولنې خلکو ته زيان رسولی شي.

 

د کمېشن د پلټنو ترمخه، د ټېمو پر وېبپاڼه داسې ډېر شيان موندل شوي دي چې د خونديتوب له معيارونو سره برابر نه وو. په دغو شيانو کې غير محفوظ چارجرونه او د ماشومانو لوبتکې هم شاملې دي، چې پکې د قانوني حد نه زيات کيمياوي مواد موجود وو، او ماشومانو ته د ساه بندېدو خطر پېښولای شي.

 

د اروپايي کمېشن مرستيالې مشرې هينا ويرکونن ويلي دي: «د ټېمو د خطر ارزونه حقيقي خطرونه کم ښيي، پکې پوره او کره معلومات نشته، په مضبوطو ثبوتونو ولاړه نه ده او نيمګړې ده.»

 

هغې زياته کړې: «دغه حالت څار ادارې، مصرفوونکي او عام خلک د هغه ممکنه زيان له اصلي اندازې ناخبره ساتلي دي چې د ټېمو پر وېبپاڼه د خرڅېدونکو ناقانونه شيانو له امله رامنځته کېدای شي. اوس وخت راغلی چې ټېمو د قانون پوره پابندي وکړي.»