د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د بلوچستان د مرکز کوټې په ښار کې پر مسافر وړونکي رېل ګاډي شوی برید په سختو ټکو غندلی دی او ویلي یې دي چې په دغه برید کې د عامو ولسي وګړو مرګ ژوبله د افسوس وړ ده۔

 

د یاد وزارت لخوا په خپور شوي بیان کې ویل شوي، چې د بې ګناه ولسي وګړو وژل او هغوي ته زیان رسول، که د هرې ډلې له خوا وي او په هر ډول ترسره کېږي، د غندنې وړ عمل دی۔

 

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د برید له امله د وژل شویو کسانو له کورنیو سره د ژورې خواخوږۍ او ډاډګیرنې څرګندونه هم کړې ده۔

 

دا برید د بلوچستان په کوټه ښار کې ،د مې په ۲۴مه، پر هغه مسافر وړونکي رېل ګاډي شوی و چې پکې عام مسافر سپاره وو، او د راپورونو له مخې پکې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده۔