د هلمند ولایت سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې ،د مې په ۲۳مه، د دغه ولایت په دوو بېلابېلو سیمو کې دوو ماشومانو په اوبو کې د ډوبېدو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د معلوماتو له مخې، لومړۍ پېښه د ښار د اتمې امنیتي حوزې اړوند لښکري بازار سیمه کې رامنځته شوه، چې پکې یو ،دوه نیم کلن ماشوم، ویالۍ ته لوېدلی او د ډوبېدو له امله مړ شوی دی.
په ورته وخت کې، په نهرسراج سیمه کې یو ،۱۳ کلن ماشوم، د ویالۍ په اوبو کې د لامبو پر مهال د اوبو قوي جریان وړی، چې له امله یې ژوند له لاسه ورکړی دی.
د هلمند امنیه قوماندانۍ په خپره کړې خبرپاڼه کې له خلکو غوښتي، چې د هلمند سیند، بغرا او نورو ویالو کې د اوبو د زیاتوالي له امله دې خپل ماشومان او د کورنۍ غړي د خطرناکو سیمو او د اوبو له غاړو لرې وساتي.
چارواکو ټینګار کړی دی، چې په وروستیو ورځو کې د اوبو د سطحې لوړېدو له امله د ورته پېښو د زیاتېدو اندېښنه موجوده ده، او له خلکو یې غوښتي چې د خوندیتوب تدابیر جدي ونیسي.

بریال منګل