د ژغورنې ادارې ريسکيو ۱۱۲۲ چارواکي وايي، د چارسدې د پڑانګ ماجوکي سيمه کې د شپې شاوخوا درې بجې د يو کور چت پرېوتی دی، چې له امله يې درې ماشومان مړه او دوه کسان ټپيان شوي دي۔

 

د ريسکيو  ۱۱۲۲ چارواکو ترمخه، د پېښې اطلاع ترلاسه کېدو سره سم د ژغورنې ډلې سمدستي د پېښې ځای ته رسېدلې او د مرستندويه کارونو پېل يې کړی دی۔

 

چارواکي وايي، د ريسکيو کارکوونکو د سيمه ييزو خلکو په مرسته د ملبې لاندې ګير ټول کسان راويستلي دي، چې پکې ۳۵ کلن آجاد او ۲۵ کلنه نائله ټپيان دي، او ۱۲ کلن سجاول، ۳ کلن ابوبکر او ۲ کلن عمير مړه شوي دي۔

 

ټپيان سمدستي د علاج لپاره د چارسدې ضلعي هيډکوارټر روغتون ته رسول شوي دي۔