په کراچۍ کې د ‘لنکن کارنر’ تر سيوري لاندې د “فريډم ۲۵۰” پروګرام په لړ کې د “ټولګي کې د مصنوعي ځيرکتيا کارول” تر سرليک لاندې يوه روزنيزه غونډه شوې ده، چې پکې د کراچۍ له بېلابېلو سيمو څخه تر ۷۵ زياتو استادانو او د نوې ټېکنالوجۍ مينه والو ګډون کړی دی.

 

د غونډې تنظيموونکو ويلي، چې په دې روزنه کې ګډونوالو ته د مصنوعي ځيرکتيا د هغو وسيلو عملي زده کړه ورکړی شوه، چې د ښوونځيو او کالجونو په ټولګيو کې د زده کوونکو د ګډون زياتولو، د درسي موادو جوړولو او د استادانو او زده کوونکو د کار اسانتيا لپاره کارېدلی شي.

 

د غونډې يوه برخه د سيمه ييز انګرېزۍ ژبې دفتر يوې پخوانۍ ګډونوالې مخ ته وړې وه، چې پکې يې د مصنوعي ځیرکتیا د ذمه واره او ګټور استعمال پر اهميت هم ټينګار کړی دی.

 

د امريکا قونصلګرۍ د “فريډم ۲۵۰” د انګرېزۍ ژبې د لړۍ له لارې د استادانو د نوو مهارتونو پر زده کړه زور ورکړی دی، څو هغوي د راتلونکي دور د غوښتنو سره سم ځانونه چمتو کړي او د پاکستان او امريکا ترمنځ تعليمي اړيکې نورې هم پياوړې شي.

ګډونوالو وويل، د تعليم طريقې په چټکۍ سره بدلېږي او مصنوعي ځيرکتيا د راتلونکي د تعليم يوه مهمه برخه ګرځېدلې ده.