په نړۍ کې دا مهال يوازې دوه هېوادونه پاتې دي چې لا هم پکې د ګوزڼ يا پوليو ويروس د ماشومانو ژوند ګواښي: پاکستان او افغانستان. خو د دې ناروغۍ تر ټولو دروند بار بيا پر هغو پښتنو سيمو پروت دی، چې له لسيزو راهيسي د جګړو، بې وزلۍ، کډوالۍ او ناامنۍ قرباني پاتې شوې دي. له بولانه تر چتراله، او له امو نه تر اټکه، د پښتنو زرګونه کورنۍ لا هم د داسې ناروغۍ له ويرې ژوند کوي چې نړۍ پرې بريالۍ شوې ده.
د دې ناروغۍ ښکار یوه مېرمن، چې په پښو یې سم قدم نه شو اخيستی، خو پر شونډو يې بيا هم موسکا خپره وه. داسې موسکا چې تر شا يې د کلونو درد، محروميت او خاموشه مبارزه پټه وه. څه موده وړاندې مې په يوه غونډه کې ورسره ليدلي وو. د خبرو پر مهال يې خپله کيسه داسې پېل کړه لکه څوک چې د زړه زوړ زخم بېرته راوسپړي.
هغې وويل، د ماشومتوب پر مهال ورته د پوليو ضد څاڅکي نه وو ورکړل شوي او همدا لامل شو چې د ټول عمر لپاره له معذورۍ سره مخ شوه.
د هغې په خبره، هغه وخت د دوي په سيمه کې ناامني زياته وه، د پوليو کمپاينونه په سمه توګه نه ترسره کېدل او خلک هم د واکسين په اړه له ګڼو اوازو او ويرو سره مخ وو.
هغې وويل: “کله به مې چې نور ماشومان په منډو او لوبو وليدل، زړه به مې مات شو. ما به له ځانه سره ويل، کاش زه هم د دوي غوندې روغه وای. خلکو به ويل، څومره ښکلې نجلۍ ده، خو افسوس چې په پښو معذوره ده.”
دا يوازې د يوې ښځې کيسه نه ده، بلکې د هغو زرګونو ماشومانو د ژوند انځور دی چې يا د پوليو ويروس له امله معذوره شوي او يا د جګړو، چاودنو او بارودي موادو قربانيان ګرځېدلي دي.
په خيبرپښتونخوا، بلوچستان، پخوانيو قبایلي سيمو او د افغانستان په ګڼو پښتنې سيمو کې ماشومان له يوې خوا د ناامنۍ او بې وزلۍ له ستونزو سره مخ دي او له بلې خوا د روغتيايي خدمتونو نشتوالی او ناسمه تبليغات د هغوي راتلونکی لا پسې له خطر سره مخ کوي.
روغتيايي کارپوهان وايي، د پوليو ضد واکسين د ماشومانو لپاره خوندي او اغېزمن دی او همدا يوازينۍ لاره ده چې ماشومان له دې فلج کوونکې ناروغۍ وژغورل شي. خو له بده مرغه، لا هم په ځينو سيمو کې د ناسمو اوازو او سازشي خبرو له امله ميندې او پلرونه خپلو ماشومانو ته واکسين نه ورکوي.
په ځينو سيمو کې خلک خپلې سياسي او پرمختيايي غوښتنې هم د پوليو له کمپاين سره تړي. هغوی وايي، موږ ته سړکونه، اوبه او برېښنا راکړئ، بيا به خپلو ماشومانو ته واکسين ورکوو.
خو روغتيايي پوهان خبرداری ورکوي چې د احتجاج لپاره د ماشومانو روغتيا له خطر سره مخ کول ډېر خطرناک کار دی، ځکه د پوليو له امله رامنځته شوې معذوري د ټول عمر لپاره پاتې کېږي.
په دې ټوله مبارزه کې د پوليو کارکوونکي، چې ډېری يې ښځې دي، تر ټولو سختې قربانۍ ورکوي. هغوي په ګرمو، يخو او ناامنه سيمو کې کور په کور ګرځي څو هېڅ ماشوم له واکسين پاتې نه شي. خو له بده مرغه، کله ناکله همدا کارکوونکي د سپکاوي، ګواښونو او حتی بريدونو ښکار هم ګرځي.
د پوليو د مخنيوي نړيوال چارواکي خبرداری ورکوي چې که پاکستان د دې ويروس په ختمولو کې پاتې راغی، نو ښايي پر هېواد نړيوال سفري بنديزونه ولګېږي.
دا موضوع يوازې د سفر تر ستونزو محدوده نه ده، بلکې د پښتنو د معيشيت ستونزه هم ده. د خيبرپښتونخوا او پخوانيو قبایلي سيمو لکونه ځوانان د مزدورۍ لپاره سعودي عرب، متحده عربي امارات، قطر او نورو عربي هېوادونو ته تللي دي. د ډېرو کورنيو د ژوند يوازينۍ تکيه همدا بهرنی روزګار دی.
که د پوليو له امله سفري بنديزونه ولګېږي، نو زرګونه کورنۍ به له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ شي. د ويزو بندېدل او د مزدورۍ لپاره د نويو ځوانانو د تګ مخنيوی به د هغو سيمو اقتصاد سخت اغېزمن کړي چې له وړاندې د جګړو او بې وزلۍ له امله زيانمنې دي.
د پاکستان د پوليو د مخنيوي د ملي پروګرام د شمېرو له مخې، له ۲۰۱۵م کال څخه تر ۲۰۲۵م کال پورې په ټول هېواد کې د پوليو ۴۵۵ پېښې ثبت شوې دي، چې له دې ډلې ۲۳۱ پېښې يوازې په خيبرپښتونخوا کې رامنځته شوې دي.
د روان کال تر دې دمه هم د پوليو درې نوې پېښې ثبت شوې دي، چې دوه يې د خيبرپښتونخوا له ماشومانو سره تړاو لري.
که تاريخ ته وکتل شي، د اسلام له راتګ وړاندې د جاهليت په دوره کې لوڼې ژوندۍ خښولې کېدې، خو اسلام ښځې ته عزت ورکړ او د انسانيت درس يې ورکړ.
نن که څه هم زموږ په ټولنه کې د هلک او نجلۍ ترمنځ هغه پخوانی توپير کم شوی دی، خو تر ټولو لويه بدمرغي دا ده چې زموږ ماشومان، که هلکان دي او که نجونې، د جګړو، پوليو او ناپوهۍ له امله د ټول عمر لپاره له معذورۍ سره مخ کېږي.
هغه مېرمنې چې خپله يې د پوليو له امله د معذورۍ ژوند تېر کړی، د مرکې په پای کې له ټولو ميندو او پلرونو يوه غوښتنه وکړه: “خپلو ماشومانو ته هر ځل د پوليو ضد واکسين ورکړئ. مه پرېږدئ چې د هغوي هيلي او خوبونه نيمګړي پاتې شي. د معذورۍ درد يوازې هغه څوک درک کولی شي چې له دې حالته تېر شوی وي.”
له بولانه تر چتراله، او له امو تر اټکه، د پښتنو زرګونه ماشومان لا هم د داسې برخليک پر غاړه ولاړ دي چې يا به د روغ ژوند پر لور ځي او يا به د ټول عمر لپاره د معذورۍ تيارې ته ولوېږي.
په داسې حال کې چې دې خاورې لا له وړاندې د جګړو، چاودنو او بې وزلۍ درانه زخمونه پر اوږو وړي، لږ تر لږه بايد خپل ماشومان د ناپوهۍ او ناسمو اوازو قرباني نه کړو. ځکه همدا ماشومان د دې خاورې د سبا هيله، رڼا او راتلونکی دي.

خالده نیاز