د شانګلې د پورڼ اوسېدونکو په تحصيل هيډکوارټر روغتون کې د بنيادي طبي اسانتياوو د کمي او د ډاکټرانو د غير حاضرۍ پر ضد ،د مې په ۲۱مه، د دغه روغتون مخې ته احتجاج کړی دی.

 

مظاهره کوونکو شال نيوز ته ويلي چې له ډېر وخت راهيسي په روغتون کې ډاکټران او يو شمېر روغتيايي کارکوونکي پر وخت نه حاضريږي، چې له امله يې ناروغان له سختو ستونزو سره مخ دي.

 

د سيمي يو اوسېدونکي ديان غفار وويل، چې احتجاج هغه وخت پېل شو چې يو ناروغ د علاج لپاره روغتون ته راوستل شو، خو د دوي په وينا، ډاکټر موجود نه و او ناروغ وروسته سوات ته ولېږدول شو.

 

احتجاج کوونکو غوښتنه وکړه چې په روغتون کې دې د ډاکټرانو حاضري يقيني کړل شي او د دوايانو او نورو طبي اسانتياوو کمی دې زر تر زره ختم کړل شي.

 

مظاهره چیانو چارواکو ته د لسو ورځو مهلت ورکړو او وي ویل، چې که غوښتنې يې ونه منل شوې نو نور سخت احتجاجي ګامونه به پورته کړي.

بلخوا د روغتون د ميډيکل سپرنډنټ سره د شال نيوز خبريال د رابطې هڅه وکړه، خو هغه خپل دريځ ورنه کړ.